لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 4 جنگيالي وژل شوي دي


شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 4 جنگيالي وژل شوي دي
<!-- IMAGE -->

دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په يوه شکمنه ځاله دامريکائي جاسوسي الوتکو په بريد کې څلور جنگيالي وژل شوي دي.
دغه بريد د ميرعلي سره نزدې دگل په ورځ په يوه ودانۍ ترسره شوى خو معلومه شوې نۀ ده چې په بريد کې وژل شوؤکسانو کې دالقاعده يا طالبانو کوم مهم کمانډران شامل دي که نه؟
دسيمې څخه سرچينوډيوه ريډيو ته وئيلي دي په بريد کې يو شمير تندلاري ژوبل شوي هم دي.
ددغه بريد څخه وروستو تر ډيره وخته په سيمه کې بې پيلوټه جاسوسي الوتکو الوتنې کولې.
په پاکستان کې دروان کال په لمړيو څلورو مياشتو کې بې پيلوټه امريکائي جاسوسي الوتکو 41 بريدونه کړي او دجنورۍ 2009ء څخه تراوسه دډرون دبريدونو دغه شميره 85ؤ ته رسيږي.
دامريکا استخباراتي شبکه سي ائي اى وائي د15ؤ مياشتو په مهال 70ؤ دډرون بريدونوکې لږ ترلږه 400 ترهه گر وژل شوي خو ازادې سرچينې په دغو بريدونو کې دوژل شوؤ تندلارو شميره د690 څخه زياته ښائي.
دامريکائي مطبوعاتو نيويارک ټائمز ، واشنگټن پوسټ او ويب پاڼې اينټي وار له مخې داوباما انتظاميې له لوري په 2010ء کې هم دډرون بريدونو لړۍ چټک ساتل شوې ده.
واشنگټن پوسټ وائي سي ائي اى دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دتندلارو دځالو دپه نخښه کولو دپاره عصري لوئې او واړۀ ميزائيل کاروي او هڅه کوي چې په دغو بريدونو کې زيات بې گناه وگړي ونۀ وژل شي.
په پاکستان کې به لمړى په سياسي او اولسي کچ دډرون بريدونو په ضد غږ پورته کيدلو خو دغو بريدونو کې دمهمو طالب او القاعده مشرانو او کمانډرانو دوژل کيدو څخه وروستو اوس په پاکستان کې دډرون بريدونو مخالفت تر زياته حده کم شوىدى.
امريکا وائي په قبائيلي سيمو کې ورسره دپټو تندلارو او ترهه گرو د په نخښه کولو دپاره ورسره ډرون بريدونه ديوې مهمې وسلې په توگه کار ورکوي.

XS
SM
MD
LG