لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان جمهوررئيس حامد کرزى دهند په سفر


افغان جمهوررئيس حامد کرزى دهند په سفر
<!-- IMAGE -->

دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزى دگل په ورځ دهند په دوه ورځني سفرنوي ډيلي ته رسيدلى اؤ دغلته يې دهند د وزيراعظم منموهن سنگهـ اؤنورو لوړرتبه چارواکوسره ليدلي دي .
په دغوليدنوکې په دوه اړخيزه اړيکو،سيمه ييزې همکارۍ اودترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه خبرې شوي دي.
دوه مياشتې دمخه طالب ياغيانو په کابل کې ديو بريد په مهال د6ؤ هندي وگړو په گډون 17 کسان وژلي وؤ او دافغانستان جمهوررئيس دهند وزيراعظم سره په دغه هکله هم خبرې اترې کړي دي.
حامدکرزي سره لۀ ليدني وروستو دهند وزيراعظم منموهن سنگهـ خبريالانو ته وويل هندبه دافغانستان په رغؤنه اؤپرمختياکې دکرزي دحکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
هغه وويل په کابل کې دهندپه سفارت دبمي چاودنو څخه وروستو هند په افغانستان کې دخپلومامورينو دامنيت په اړه انديښنې لرلې خود افغان جمهور رئيس لخوا دباور وروستو به هند دغلته خپلې پروژې سرته رسوي.
له دې وړاندې افغان صدر حامد کرزي دهند دصدرې پرتيهبا پټيل سره وليدل اؤددواړوهيوادونوترمينځ يې ورسره دستراتيژيکي مرستې په سيواکولو،په سيمه اييزو اؤ نړيوالوچاروخبرې اترې وکړې
هند په افغانستان کې دبياودانۍ دپاره افغانستان ته مالي او تکنيکي مرستې ورکوي.
ټاکل شوې ده حامد کرزى به دهند دسفر څخه وروستو بهوټان ته روانيږي او دغلته به د28م اپريل څخه دسيمې دهيوادونو ترمينځ دهمکارۍ دسازمان سارک په پيل کيدونکې دوه ورځنۍ سرټولنه کې برخه اخلي.
دهند ، پاکستان ، نيپال ، سري لنکا ، مالديپ او دبنگله ديش مشران هم په دغه سرټولنه کې دگډون دپاره بهوټان ته رسيږي.
ټاکل شوې ده دچين ، امريکا، اسټريليا او اروپائي اتحاديې په گډون دځينو نوروهيوادونواستازي به په دغه غونډه کې دڅيړونکو په توگه برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG