لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم گيلاني د بهوټان په سفرروان شوى دى


<!-- IMAGE -->

دپاکستان وزيراعظم سيديوسف رضاگيلاني دسارک په شپاړسمه سرټولنه کې دگډون دپاره بهوټان ته روان شوى دى.
دهند دبهرنيوچارو وزير ايس ايم کرشنا په تهمپو کې خبريالانو ته وئيلي په بهوټان کې دکيدونکې سارک سرټولنې په مهال دهند او پاکستان دوزيراعظمانو ترمينځ ملاقات دامکان څخه بهر نۀ دى.
دسارک سرټولنه د28م اپريل څخه دبهوټان په پلازمينه تهمفو کې پيل کيږي اوددغې سرټولنې په مهال به " دسرسبزه اوخوشحاله جنوبي ايشياء په لوري "دعنوان لاندې ديوې اعلاميې منظوري هم ورکول کيږي، چې په هغې کې به دچاپيريال او دموسمياتي بدلونونو په اړه په ستونزو غور کولى شي.
په دغه سرټولنه کې به دپاکستان درقيب هيواد هند صدراعظم منموهن سنګهـ هم برخه اخلي.
د من موهن سنگ او یوسف رضا گیلاني د امکاني لیده کاته په حقله، ایس ایم کرشنا وویل وويل هر کله چې دهند او پاکستان صدراعظمان په يوه کوټه کې ناست وي، نو بيا دهغوي ترمينځ ليدنه به دومره دحيرانتيا خبره نۀ وي، خودپاکستان دبهرنيو چارو ددفتر وياند عبدالباسط خان ديو شخصي پاکستاني تيليويزيون سره په خبرو کې وويل ددواړو وزيراعظمانو ترمينځ ليدنه نۀ ده ټاکل شوې.
هغه وويل مونږ چې په 25مه فرورۍ هند ته کومه تګلاره ورکړې وه هغې کې دا وړانديزهم شامل ؤ چې په بهوټان کې بايد دواړه وزيراعظمان خپلو کې سره ووئيني ترڅو دخبرو اترو لړۍ په وړاندې لاړه شي.
عبدالباسط خان زياته کړه مونږ ليواله يو چې دهند سره دجامع خبرو لړۍ بيا بحال شي ترڅو داوبو په شمول نورې اهمې مسئلې هوارې شي.
دهند او پاکستان په ګډون به دافغانستان، نيپال ، سري لنکا ، مالديپ او دبنگله ديش مشران هم په دغه سرټولنه کې دگډون دپاره بهوټان ته رسيږي.
ټاکل شوې ده دچين ، امريکا، اسټريليا او اروپائي اتحاديې په گډون دځينو نوروهيوادونواستازي به په دغه غونډه کې دڅيړونکو په توگه برخه واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG