لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قريشي : پاکستان دترهگرۍ ختمولو  کلکه اراده لري


<!-- IMAGE -->

د سارک دغونډې څخه يوه ورځ مخکې دبهوټان پايتخت تهمپو کې دسارک وزيرانو کونسل 32مې غونډې ته دوينا په مهال دپاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي د ترهگرۍ دستونزې په هکله ويلي پاکستان اراده لري چې جنوبي ايشياء او بهر دغه خطره ختمه کړي خو وې ويل دترهگرۍ، نشه اي موادو قاچاق او نورو سترو جرمونو ختمولو لپاره سيمه ييزې همکارۍ ته ضرورت دى.

هغه وويل ددغه مقصد دترلاسه کولو لپاره پاکستان په 25م او 26م جون دسارک دکورنيو چارو دوزيرانو دغونډې مشري هم کوي.
قریشي زیاته کړه چې جنوبي ايشياء کې دتيزرفتارې اقتصادي،ټولنيزې او ثقافتي ترقۍ لپاره داجتماعي کوششونو په ضرورت زور راوړو او وې وئيل جنوبي ايشياء کې په زيات شمير قدرتي او انساني وسيلې موجودې دي خو دغه سيمه دغربت په دلدل کې گيره ده.
شاه محمود قريشي وويل دسارک دپليټ فارم څخه سيمې ته دپيښو ستونزو دهواري لپاره دنوؤ لارو او طرزعمل خپلولو ضرورت دى.
هغه وويل دممبۍ بريدونه حالانکې زيات دردناک وؤ خو بايد هند اوس ددغو بريدونو څخه وړاندې وگوري ځکه چې پاکستان او افغانسان دممبۍ دبريدونو پشان گڼ بريدونه ليدلي دي
ښاغلي قريشي وويل په دې وروستيو کلونو کې چې سيمه ييز هيوادونه دخوراک دکوم بحران سره مخ شوي ددې په پس منظر کې په راتلونکې کې هم ددې امکان له پامه نۀ شي غورځول کيدلى او ضرورت دې خبرې ته دى چې دکرکيلې په څانگه کې دخپل مينځي مهارتونو او ټيکنالوجۍ راکړه ورکړه وکړل شي او داوبۀ خور يو ښۀ نظام قائم کړى شي.
هغه وويل په دې ضمن کې بايد زر تر زره دخوراک بينک قائمول ضروري دي چې دغه شان غذائي تحفظ باوري کړل شي.
هغه دتوايۍ تحفظ باوري کولو لپاره دسيمه ييزو ملکونو ترمينځ دمقامي وسيلو دراکړې ورکړې په ضرورت زور راوړو او وې ويل پاکستان جنوبي ايشياء کې په مناسبو نرخونو دتيلو او گيس او دتوانايۍ دنورو ذريعو وړلو لپاره دلارې ورکولو اسانتيا ورکوي.

XS
SM
MD
LG