لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زرداري : نا بللو مېلمنو بې نظير بوټو ووژله


<!-- IMAGE -->

د پاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري ویلي چې پخوانۍ وزیراعظمه بې نظیر بوټو د نا بللي مېلمنو وژلې ده او ټول قام ته به په گډه د بې نظير بوټو پشان دسترې مشرې وژونکو قوتونو ته ماتې ورکول وي.
د خېبر پښتونخوا صوبې پایه تخت پيښور کې د گورنر ماڼۍ کې د قبائيلي مشرانو يوې جرگې ته دوينا په مهال اصف علي زرداري وويل تندلاريتوب یې دهيواد پر ضد يو سازش دى او هم ددغو خلکو له امله بې نظير بوټو بائيله.
زرداري وويل پکار ده چې دغه خلک پاکستان ته د تگ څخه منعې کړو.
ښاغلي زرداري په پېښور کې د رینگ روډ پراخه کولو پروژې پرانسته هم وکړه. د رینگ روډ پراخه کولو لپاره امریکایي حکومت د ٢٥ ملیون ډالرو مرستو اعلان کړی دی. په پاکستان کې د امریکې سفېره مېرمن این ډبلیو پېټرسن هم د پرانستې دستورې کې موجوده وه. ښاغلي زداري په اور سوځیدلو کسانو د درملنې لپاره په حیات اباد کې د برن سنټر پرانسته هم کړې ده. نوموړي د ترهگرۍ له امله د خېبر پښتونخوا صوبې په سوات کې د وران شوؤ د 21و سکولونو د بیا رغونې د کار پرانسته هم کړی ده. ښاغلي زرداري د قبایلي سیمو د پرمختیا په هکله
وويل دقبائيلي سيمو بجټ يې د13ؤ اربو څخه 21ؤ اربو روپو ته سيوا کړى دى او حکومت دقبائيلي سيمو په پرمختيائي بجټ کې تر 30ؤ فيصدو پورې اضافه کړې ده او په راتلونکي مالي کال کې به دغو سيمو کې 21 اربه روپۍ خرڅ کولى شي.
نوموړي دخيبرپښتونخوا خلکو ته پخپله پيژندگلو ترلاسه کيدو مبارکي ورکړه.

XS
SM
MD
LG