لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

« د ډیوه ریډیو خبریال د گوانټانامو په سفر  »


« د ډیوه ریډیو خبریال د گوانټانامو په سفر  »
« د ډیوه ریډیو خبریال د گوانټانامو په سفر  »
<!-- IMAGE -->

د ډیرې مودې وروسته، امریکایي چارواکو د گوانټانامو په ځندان کې د نیول شوو مشکوکو ترهگرو قضیې اوریدو لپاره یو شمېر امریکایي او بهرني خبریالان گوانټانامو ته بوتللي دي.
په دغو کې د ډیوه ریډیو خبریال افتخارحسین هم دی.
هغه وایي خبریالان لکه د پوځیانو د ځندان خوا کې په خیمو کې پراته دي او زیاتوي د گوانټانامو موسم ډیر گرم دی.
د امریکايی چارواکو د خلې، افتخارحسین وايي هلته قیدیانو ته هر ممکن اسنتیاوي ورکړی شوی دی چې پکښې یوه کتابخانه هم شامله ده.
په کتابخانه کې قران پاک هم کیښودل شوی دی. امریکایي چارواکي وایي هر قیدي ته یې یو قران پاک ورکړی او د پنځه وخته مونځ کولو اسانتیالري.
دغه شان قېدیانو ته د هغوي د کلتور سره برابر خواړه هم ورکول کېږي.
په گوانټانامو کې د افغانستان، پاکستان، سعودې عربستان او د رنگ د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو کسانوورځې شپې تیرې کړې دي.دگوانټانامو په باقې پاتې قیدیانو کې د ۴٠ فيصد ه قیدیانو تعلق د یمن سره دی.

<!-- IMAGE -->

د انساني حقوقو نړې والو ادارو د گوانټانامو په ځندان نیوکې کړې دې چې دغلته د بشري حقوقونو سړغړونی کیږي.
د امریکا صدر براک اوباما اعلان کړې چې گوانټانامو ځندان به تړی او دغه کې موجود په ځني بندیانو به د امریکا په عدالتونو کې مقدمې چلوي.
د کال ٢٠٠١م د سېپټمبر په میاشت کې په امریکا کې د ترهگرۍ بریدونو ورسته چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو او د القاعده ترهگرۍ شبکې له منځه وړلو لپاره جگړه پیل کړه نو دترهگرۍ په شک کې د نیول شوو کسانو د بندي ساتلو لپاره يي د کیوبا په گوانټانامو کې یو ځندان جوړ کړو.
د امریکايي چارواکو ترمخه، د کال ٢٠٠٢م نه گوانټانامو ته د ٧٠٠ نه زیات کسان د ترهگرۍ لیږلی شوې دي.
خو دغه تنانو کې نزدې ۴٢٠ خلاص کړی شوې دې او زیاتره خپلو خپلو هیوادونو ته لیږلی شوې دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG