لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پيښور: دپوليسو په چوکۍ ځانمرگي بريد کې څلور عسکر وژل شوي


پيښور: دپوليسو په چوکۍ ځانمرگي بريد کې څلور عسکر وژل شوي
<!-- IMAGE -->

د پاکستان دخيبرپښتونخوا ايالت دپلازمينې پيښور په کليواله سيمه پيربالا کې دپوليسو په يوه چوکۍ ځانمرگي بريد کې څلور پوليس عسکر وژل شوي او د شپږو پوليسو په گډون 12 نور ژوبل شوي دي.
دپيښور دپوليسو مشر يا سي سي پي او لياقت علي خان ډيوه ريډيو ته وويل دشورو په ورځ يو تن ځان وژونکي دبارودو څخه ډک گاډى دښار لوري ته په مخه کړى ؤ خو دپوليسو دبيدار اوسيدو له امله دغه ځانمرگي دخپل هدف څخه وړاندې دپيربالا دپوليسو دچوکۍ ودانۍ سره خپل گاډى ټکر کړو.
په دغه پيښه کې دپوليسو چوکۍ په بشپړ ډول تباه شوې او يو شمير نورو ودانوته هم زيان رسيدلى دى.
په بريد کې ژوبل شوي کسان روغتون ته رسول شوي دي.
دپيښور دليډي ريډنگ هسپتال دبيړنو مرستو دڅانگې مشر ډاکټر شيراز افريدي خبريالانو ته وئيلي دي دژوبل کسانو دجملې څخه ددوؤ حالت مرگونى دى.
په پيښه کې دوژل شوؤ عسکروثمين جان ، خيال محمد، فضل فقير او مويس خان دجنازې نمونځ وروستو دپيښور په پوليس لا ئن کې وکړل شو چې پکې دخيبرپښتونخوا وزيراعلي امير حيدر خان هوتي ، دپوليسو سرلښکر ملک نويد، دصوبائي اسمبلۍ سپيکر کرامت الله خان چغرمټۍ، يو شمير نورو وزيرانو او دپوليسو چارواکو برخه واخستله.
له دې وړاندې هم دپيښور په گډون دخيبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې دپوليسو گاډي او تاڼې دځانمرگي بريدونو ښکار شوي چې پکې په شلگونو عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وائي اوس دترهه گرو ملا ماته شوې او هغوي دويرې په حالت کې دغسې ترهه گريز بريدونه کوي ، ترڅو دخپلې موجودگۍ احساس ورکړي.
دميا افتخار حسين دوينا له مخې ترهه گر که هرڅو داولس دويرولو هڅې وکړي خو حکومت به دهغوي مخې ته په گونډو نۀ شي او تر هغې به دترهه گرۍ په ضد روانې جگړې ته دوام ورکړل شي ترڅو چې دترهه گرو نوغى په بشپړ ډول ويستل شوى نۀ وي

XS
SM
MD
LG