لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بهوټان : گېلاني او منموهن سنگهـ لیدل کتل کړي دي


بهوټان : گېلاني او منموهن سنگهـ لیدل کتل کړي دي
<!-- IMAGE -->

د پاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وائي وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دزيارت په ورځ په بهوټان کې دهند وزيراعظم منموهن سنگهـ سره گټورې خبرې کړي او هغه به هم ډير زر دخپل هندي سيال سره ليدنه کوي.
دبهوټان پايتخت تهمپو کې دبهوټان دوزيراعظم په ماڼۍ کې ترسره شوې دغه ليدنه کې دپاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي او خارجه سکتر سلمان بشير او دهند خارجه وزير ايس ايم کرشنا او خارجه سکتر موجود وؤ.
تير کال دمصر په تفريحي مقام شرم الشيخ کې دليدنې وروستو دپاکستان او هند دوزيراعظمانو ترمينځ دغه لمړۍ باضابطه ليدنه وه چې پکې دواړو مشرانو تر 50ؤ منټو پورې يو په يو ليدنه هم وکړه.
دليدنې څخه وروستو دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په تهمپو کې ميډيا سره دخبرو په مهال وويل ددواړو ملکونو دمشرانو ترمينځ خبرو اترو کې ټولې ستونزې تر بحث لاندې راغلې او اتفاق وکړى شو چې ددواړو هيوادونو ترمينځ به دخارجه وزيرانو په کچه ډير زر جامع مذاکرات پيل کړل شي.
هغه وويل ددواړو هيوادونو ترمينځ دباور فقدان دى چې دلرې کولو لپاره يې هڅې روانې دي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې شاه محمود قريشي وويل هند دمذاکراتو لپاره هيڅ شرط نۀ دى ايښودى او هم خبرې اترې په سيمه کې دپائيداره امن او پرمختيا لپاره ضروري دي.
خارجه وزير وويل دممبۍ په بريدونو کې ککړ کسانو ته به سزا ورکول کيږي او ورسره به دقانون مطابق چلند کيږي.
همدغه راز دهند خارجه سکترې نروپما راؤ وئيلي دي دترهه گرۍ په هکله دانديښنو لرې کولو په صورت کې پاکستان سره په ټولو معاملو خبرواترو لپاره چمتو يو.
په بهوټان کې دپاک وهند دوزيراعظمانو ترمينځ دخبرو وروستو نروپما راؤ وويل هندي وزيراعظم خپل پاکستاني سيال يوسف رضا گيلاني ته په ليدنه دترهه گرۍ په ضد دکارروايۍ ويناکړېده.
خارجه سکترې وويلدترهه گرۍ له امله ددواړو هيوادونو ترمينځ په مذاکراتو ځنډ رامخې ته کيږي.

XS
SM
MD
LG