لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزو او مومندوکې څلور سکولونه تباه کړل شوي دي


اورکزو او مومندوکې څلور سکولونه تباه کړل شوي دي
اورکزو او مومندوکې څلور سکولونه تباه کړل شوي دي
<!-- IMAGE -->

د پاکستان په دوؤ قبائيلي سيمو اورکزو او مومندو ايجنسو کې دزيارت په ورځ تندلارو څلور سرکاري سکولونه په بمونو الوځولي دي.
دسرچينو له مخې د زيارت په ورځ تندلارو دبره اورکزۍ په ماموزۍ سيمه کې درې سکولونه په چاؤديدونکي موادو الوځولي دي.
تندلارو په اورکزو ايجنسۍ کې دغه درې سکولونه په داسې حال کې تباه کړي چې په سيمه کې دخواؤشا څلورو اوونيو راهسو دامنيتي ځواکونو لخوا دشکمنو جنگيالو په ضد په نااعلانه ډول عمليات روان دي چې تر دې مهاله پکې د450ؤ څخه زيات تندلاري وژل شوي دي.
دشورو په ورځ هم يو شمير شکمنو جنگيالو په بيزوټ سيمه کې دامنيتي ځواکونو په پوسته بريد کړى چې له دې وروستو دامنيتي ځواکونو لخوا په ځوابي عملياتو کې لږ ترلږه 5 جنگيالي وژل شوي او گڼ شميرنور ژوبل شوي وؤ.
پوځ ادعا کوي چې دکوزې اورکزو په زياترو سيمو کې يې خپلې پښې مضبوطې کړي او اوس تندلارو دماتې ورکولو لپاره دمرکزي اورکزۍ په لوري پرمختگ کوي.
اخوا دمهمند ايجنسۍ په موسي کورونو سيمه کې تندلارو دجينکو يو سکول په چاؤديدونکو موادو سره تباه کړى دى.
دچاؤدنو له امله ددغه سکول وداني بيخي تباه شوې خو پکې چاته دکومې ځاني مرگ ژوبلې اوښتې راپورونه نۀ دي ترلاسه شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG