لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد: عملياتو کې دافغان وگړي دوژل کيدو پر ضد احتجاج شوى دى


جلال اباد: عملياتو کې دافغان وگړي دوژل کيدو پر ضد احتجاج شوى دى
جلال اباد: عملياتو کې دافغان وگړي دوژل کيدو پر ضد احتجاج شوى دى
<!-- IMAGE -->

په ختيځ افغانستان کې دناټو په عملياتو کې ديو افغان وگړي دوژل کيدو په ضد په سلگونو خلکو مظاهره کړې اودامريکائي اوبين المللي پوځونو په ضد يې نعرې وهلي دي.
وژل شوى تن دافغان پارلمان ديوې غړې صفيه صديقي رشته دار ښودل کيږي.
د صفيه صديقي ترمخه دجلال اباد سره نزدې دشورو په شپه په لسگونو دناټوځواکونو دهغې درشته دار په کور چهاپه ووهله اوتوريې ولگولو چې دغو پوځيانو په کور کې اړى گړى جوړ کړو او دکور خلک يې ترڅو ساعتو تړلي وؤ.
دهغې له مخې په نزدې يو بل کور کې يو تن په گولۍوويشتل شو او ووژلى شو چې هغه دصفيه رشته دار ؤ.
ناټو وائي په سيمه کې دتندلارو ديو ملگري دموجوديت په اطلاع دافغان ځواکونو سره په گډه عمليات ترسره کړي دي.
دناټو دوياند له مخې وژل شوي تن دوسلې په ځمکه دکيښودو وينا هم شوې وه.
دننگرهار دپوليسو وينا ده دپيښې پلټنې روانې دي.
په افغانستان کې دبين المللي پوځونو په بريدونو کې داولسي وگړو وژنه يوه حساسه معامله ده چې له امله يې په مقامي خلکو کې دائتلافي ځواکونو او حکومت په ضد مخالفې جذبې راپاريږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG