لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

استخباراتي راپورونه وائي حکيم الله محسود ژوندى دى


استخباراتي راپورونه وائي حکيم الله محسود ژوندى دى
<!-- IMAGE -->

د پاکستان استخباراتي چارواکي وائي ل په قبائيلي سيمه د بې پائيلټه جاسوسي الوتکې يا ډرون ديو بريد څخه دپاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود ژوندى وتلى خو وایي هغه اوس دطالبانو يو طاقتور مشر نۀ دى پاتې شوى.
له دې وړاندې پاکستاني او امريکائي چارواکو باور لرلو چې حکيم الله محسود سږ کال دجنورۍ په مينځ ومانه کې په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان دډرون په يو ترسره شوي بريدکې وژل شوى دى خو طالبانو دخپل مشر دوژل کيدو څخه انکار کولو.
طالبانو دخپل مشر دژوند په هکله دکوم ثبوت وړاندې کولو څخه هم ډډه کوله.
دزيارت په ورځ پاکستاني استخباراتي چارواکو دنوم نۀ څرګندولو په شرط وئيلي دي دجنورۍ په مياشت کې دحکيم الله محسود په ضد دترسره شوي ډرون بريد په هکله دشوؤ تازؤ معلوماتو له مخې معلومه شوې ده چې دمعمولي زخمي کيدو سره حکيم الله محسود ددغه بريد څخه ژوندى وتلى دى.
دغو چارواکو وويل دا يوه معجزه معلوميږي چې په هاغه مهال دډرون دبريد څخه يواځې يو تن ژوندى وتلى ؤ چې هغه حکيم الله محسود ؤ. د طالبانود مشر په حمله کې د مرگ پخلې نه هغه وخت کومو خپلواکه سرچېنو کړی وؤ او نه یې اوس کومو بې طرفه ادارو د ژوندي پاتې کېدو په اړه کره معلومات مخې ته را اوړي دی.
طالبانو له وړاندې څخه دډرون په بريد کې دحکيم الله محسود دوژنې دخبرونو تصديق کولو خو ډډه کوله خو څيړونکو وئيل هغوي داګست په مياشت کې دخپل يو بل مشر بيت الله محسود دوژل کيدو څخه هم تر 18ؤ ورځو پورې انکاري ؤ او وروستو يې دهغه دوژنې پخلى وکړو.

XS
SM
MD
LG