لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان : په درې خویندو تېزاب اچول شوي دي


<!-- IMAGE -->

پاکستان کې پولېس وایي نامعلومه وسله والو د هېواد په جنوبي غربي برخه کې په دریو خویندو تېزاب اچولي چې له امله یې دغه درې خوېندې سختې ژوبل شوي دي.
چارواکي زیاتوي دغه درې خویندې چې عمرونه یي د ١۴و کالو نه تر٢٠و کالو پورې دي ورباندې برید د بلوچستان ایالت په قلات اولسوالي کې شوې دی.
د بلوچستان په ایالت کې په نزدې اونیو کې د تېزابو د تویولو دویمه پېښه ده.
په لومړې پېښه کې نامعلومه کسانو په دوو خوېندو تېزاب اچولي وؤ.
پولېس وایي په دغه دواړو پېښو کې حمله کونکي نېول شوي نه دي.
څېړونکي د دغه ډول پېښېو وجه سخت قبایلي رواج گرځوي چې ورکې ښځو سره سخت امتیازي سلوک کېږي. دپاکستان د بشري حقونو ادارې یو کارکونکي رائټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي حمله کونکي دغه ډول پېښې ځکه کوي چې ورته ویره نشته چې وبه نیولي شي.

XS
SM
MD
LG