لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دشلو اوورونو کرکټ نړیوال کپ د جمعې په ورځ  پيل کيږي


<!-- IMAGE -->

دريم ټوئنټي ټوئنټي يا دشلو اوورونو کرکټ عالمي کپ دجمعې دورځې نه ويسټ انډيز کې شروع کيږي چې پکې دکرکټ دنړۍ 12 ډلې برخه اخلي او پاکستان به په دې کې دخپل مقام يا وياړ څخه دفاع کوي.
دغه ټيمونه په څلورو ډلو کې ويشل شوي دي ، پاکستان، بنگله ديش او اسټريليا په گروپ اى، سري لنکا، نيوزي لينډ اؤ زمبابوى گروپ بي، گروپ سي کې هند، جنوبي افريقه او په لمړي ځل په دغه عالمي مقابله کې گډون کوونکى دافغانستان دکرکټ ټيم شامل دي.
همدغه شان په گروپ ډي کې کوربه ويسټ انډيز، انگلينډ او ائرلينډ شامل دي.
دټورنامنټ لمړى ميچ به دنيوزي لينډ او سري لکا ترمينځ کولى شي ، پاکستان به خپل لمړى ميچ دمئ دلمړۍ نيټې څخه دبنگله ديش په ضد کوي.
دهر گروپ دوه گټونکي ټيمونه به سُپر-8 پړاؤ ته رسيږي چې دهغوي څخه به دڅلورو کاميابو ټيمونو ترمينځي سيمي فائنلز مقابلې کيږي.
دټوئنټي ټوئنټي عالمي کپ فائنل به دمئ په 16مه نيټه کيږي.
په ياده دې وي چې دټوئنټي ټوئنټي لمړى عالمي کپ کال 2007م کې شوى ؤ چې هند گټلى ؤ او په کال 2009م کې دشوي عالمي کپ گټه دپاکستان په برخه شوې وه.
دپاکستان ټيم ديونس خان په مشرۍ تير ټوئنټي ټوئنټي عالمي کپ گټلى ؤ خو دهغې څخه وروستو دپاکستان ټيم پرله پسې دماتې سره مخ دى، دلوبغاړو ترمينځ داختلافونو او ځينو باندې دجوارۍ تورونه هم مخې ته راغلي دي.
ددغې څخه وروستو داسټريليا سره په مقابله کې په سختې ماتې ټول ملک کې دټيم په کارکردگۍ سختې نيوکې وشوې خواوسني ټورنامنټ لپاره دروانيدو څخه وړاندې دپاکستان کرکټ ټيم موجوده کپتان شاهد افريدي وئيلي دي چې ټيم اوس دبحرانونو نه راوتلى دى او ټول لوبغاړي به په گډه سره لوبه کوي.
دپاکستان کرکټ بورډ لخوا په څو سينئر لوبغاړو پابندۍ او جرمانې لگول شوي چې پکې دموجوده کپتان شاهد افريدي نوم هم شامل دى.
په شعيب ملک او رانا نويدالحسن ديو يو کال پابندۍ لگول شوي او په پخواني کپتان يونس خان هم ټيم کې په گډون پابندي لگول شوې ده.

XS
SM
MD
LG