لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان : دائي ايس ائي پخوانى افسر خالد خواجه وژل شوى دى


<!-- IMAGE -->

د پاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې ددغه هيواد داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي دپخواني افسر خالد خواجه مړى ترلاسه شوى دى او دهغه د مړي سره نزدې دايشيئن ټائيگرز نومې تندروه تنظيم يو لیک هم موندل شوى دى.
دسرچينو وينا ده دهغه مړى دميرعلي دکرم کوټ سيمې څخه ترلاسه شوى دى او هغه په سر او سينه په گولو ويشتل شوى او وژل شوى دى.
دخالد خواجه ترڅنگ کرنل ريټائرډ امام او يو بر طانوي خبريال اسد قريشي هم دروان کال دمارچ په 26مه نيټه تښتول شوي وؤ چې وروستو يې يوه ويډيو هم مخې ته راغلې وه.
په دغه ويډيو کې دريواړو تښتول شوؤ کسانو وئيلي وؤ هغوي وسله والو کسانو تښتولي دي.
دخالد خواجه ميرمنې شمامه خالد يو پاکستاني شخصي تيليويزيون سره په خبرو کې دهغه دمرگ پخلى وکړو او وې وئيل هغې خالد خواجه منعې کړى ؤ چې بايد وزيرستان ته نۀ ځي .
هغې ووئيل خالد خواجه په جرمونو کې ککړو عناصرو وژلى دى.
هغې ووئيل چې دعثمان په نوم تن خالد خواجه او نور کسان تښتولي وؤ.
بل لوري ته دايشئن ټائيگرز په نوم يو تندروه تنظيم دخالد خواجه دوژنې مسؤليت په غاړه اخستې ده.
دخالد خواجه دمړي سره نزدې په ترلاسه شوي خط کې دغه تنظيم وائي خالد خواجه يې ځکه وژلى چې هغه داسلام اباد دلال جومات په پيښه کې داستخباراتي ادارو سره همکاري کوله.
په هغه دامريکائي استخباراتي شبکې سي ائي اى دمرستې تور هم لگول شوى.

XS
SM
MD
LG