لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بيلجيئم کې د ميرمنو په نقاب بنديز بل منظور شوی


بيلجيئم کې د ميرمنو په نقاب بنديز بل منظور شوی
<!-- IMAGE -->

د بيلجيئم دپارليمنټ ښکتني ايوان دنقاب په کولو دپابندۍ قانون منظور کړى دى
ددغه هيواد قانون جوړونکو ادارو ددغه بنديز په پلوۍ تقريباً په گډه توگه رايې ورکړي دي
څيړونکي وائي په موجوده حالاتو کې دبيلجئم سينيټ څخه ددغه قانون منظوري هم باوري بريښي او هر کله چې ددواړو ايوانونو څخه په نقاب دبنديز قانون منظور شي نو بيلجئم به بيا يواځينى اروپائي هيواد وي چې پکې په مخ پټولو بنديز پځايې شوى وي.
ددغه قانون دمنظوريدو څخه وروسته به په لږ يا ټول مخ پټولو باندې بنديز وي او څوک چې ددغه قانون څخه سرغړونه کوي نو هغه ته 20ؤ ډالرو پورې جرمانه يا دقيد سزا ورکول کيدى شي.
ناقدين وائي چې دغه وړانديز کړل شوى بنديز به درايې دڅرگندونې دازادۍ په ضد گام وي.
دبشري حقونو نړيوال سازمان ايمنسټي انټر نيشنل دبيلجئم دښکتني ايوان څخه ددغه قانون دمنظوريدو مخالفت کړى دى او وئيلي يې دي چې ددغه قانون له امله به دمسلمانانو ابادي بد تاثر واخلي.
دفرانسيې په څير بيلجئيم کې هم دمسلمانو ميرمنو اکثريت دمخ پټولو لپاره نقاب نۀ کاروي خو په دغه هکله مسلمانان خپلو کې ويشل شوي دي.
دښځو دحقونو دپاره کارکوونکې زياتره ډلې په نقاب دبنديز ملاتړ کوي خو ځينې بيا وائي چې دا به دانصاف څخه يو لرې قانون وي.

XS
SM
MD
LG