لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: پاکستان کې کډوالو لپاره مرستې کمې شوي دي


ملگري ملتونه: پاکستان کې کډوالو لپاره مرستې کمې شوي دي
ملگري ملتونه: پاکستان کې کډوالو لپاره مرستې کمې شوي دي
<!-- IMAGE -->

د جمعې په ورځ ملګرو ملتونو وئيلي دي په امدادي هلو ځلوکې دمرستو دکمي له امله دپاکستان په ناقرارو سيمو کې په سلګونو خلک داستوگنې، خوراک او روغتيادستونزو سره مخ دي.
دسختې په مهال دبشري مرستو دپاره دملګرو ملتونو اداره يا OCHA وائي دملګرو ملتونو ادارې او غيرحکومتي تنظيمونه يا اين جي او ګانې دپاکستان په قبائيلي سيمو او خيبرپښتونخوا ايالت کې دمرستو دسنجيده کمي سره مخ دي چې له امله يې په دغو سيمو کې دخلکو دژوند دژغورلو په هکله هلې ځلې زيانمنې کيدلى شي.
بايد وويل شي دا مهال په دغو دواړو سيمو کې دپاکستان حکومت دالقاعده او طالب جنګيالو په ضد جګړې ته پام ګرځولى دى.
دOCHA وياندې الزبتهـ بيرز ديو بريفنګ په مهال وويل دا په حقيقت کې دپاکستان لپاره دمرستو يوه ستره ستونزه ده چې په نتيجه کې به يې نوي پروګرامونه نۀ پيل کيږي او دپيسو دکمي په وجه موجوده پروګرامونه دوړاندې د اودريدلو په حال کې دي.
OCHA وائي په اورکزو او کرمه ايجنسيو کې دپوځ او مخالف لوري ترمينځ دجګړو له امله اوس اوس نورخواؤشا 3000,000 کسان بې کوره شوي چې هغوي خوراک، اوبو،صفايۍ ، روغتيا اواستوګنې ته اړتيا لري.
دا په داسې حال کې ده چې 1.3 ملينه خلک دوړاندې څخه دجګړې په وجه بې کوره شوي او هغوي تراوسه خپلو کورونو ته نۀ دي ستانه شوي.
OCHA وائي ديو ملين څخه زيات خلک دخيبرپښتونخوا ډيره اسماعيل خان او ټانک سيمو کې ځکه روغتيايي اسانتياوې نۀ لري چې روغتيائي سازمان ميرلن دخپلو روغتيائي پروګرامونو دپه وړاندې بوتللو توان نۀ لري.
دکډوالو دپاره داسانتياوؤ دنشتوالي دغه وضعيت په داسې حال کې رامينځته شوى دى چې تير کال دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو له امله بې کوره شوي لکونه کډوال بيرته خپلو سيمو ته ستانۀ شوي دي.
همدغه شان ديو اين ايچ سي ار وياند انډريج مهيسس بريفنګ ته وويل دحکومت داندازې له مخې دجګړو دلاسه دسوات څخه دبې کوره شوؤ شلو لکو خلکو دجملې څخه ديوې اوونۍ وړاندې پورې د80ؤ نه تر 90 فيصدو پورې کډوال بيرته خپلو سيمو ته ستانۀ شوي دي.
هرڅو کۀ دسوات سرښار مينګوره کې حالات عادي شوي او خلک پخپلو روزګارونو بوخت شوي دي خو اوس هم دکډوالو دپاره دملګرو ملتونو اداره يو اين ايچ سي ار او دهغوي ملګري ددغه سيمې خلکو ته دپناه په لړ کې مرستې ورکوي.
ديو اين ايچ سي ار وياند وائي دسوات بې وزله خلک اوس هم مرستو ته اړتيا لري ترڅو هغوي سره کيدونکو مرستو ته په کتنې سره نور بې کوره شوي خلک هم خپلو سيمو ته بيرته وګرځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG