لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات : مينگوره کې ځانمرگي بريد پنځه کسان وژلي دي


<!-- IMAGE -->

د پاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په ناقراره سيمه سوات کې دترسره شوي ځانمرگي بريد له امله لږ ترلږه پنځه کسان وژل شوي او خواؤشا 10 نور ژوبل شوي دي.
دغه ځانمرگى بريدنن دخالي په ورځ دسوات تجارتي مرکزي مينگورې په يو مصروف بازار سهراب مارکيټ کې ترسره شوى دى.
چارواکي وائي ځانمرگي دمينگورې په بازار کې هاغه مهال چاؤدنه وکړه کله چې دغلته گڼ شمير خلک راټول شوي وؤ او دپوليسو وينا ده يو بل ځانمرگى يې په گوليو سره ويشتلى او وژلى يې دى.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دسيدو شريف روغتون ته رسول شوي چې دغلته هم دځينو حالت مرگونى ښودل کيږي او له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
دپيښې څخه سمدستي وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولکه کې اخستې او امنيتي ځواکونو دلټونې دعملياتو په مهال دمينگورې څخه تر 30ؤ پورې شکمن کسان هم نيولي دي.
په سوات کې تير کال دطالب جنگيالو په ضد دپيل کړل شوؤ عملياتو څخه راپديخوا په سيمه کې دامن وامان صورتحال تر ډيره حده ښه شوى ؤ خو په دې وروستيو ورځو کې دسوات دننه داړي گړي دپيښو رامينځته کيدو له امله دسيمې خلکو کې ويره ترهه خوره شوې ده.
څيړونکي وائي دسوات په مينگوره ښار کې ددغه ځانمرگي بريد ترسره کيدو څخه وروستو گمان کيږي چې طالب جنگيالي يو ځل بيا منظم کيږي اود امنيتي چارواکو وينا ده ددغسې ترهه گريزوفعاليتونو يو مطلب دا هم کيدى چې ترهه گر هاغه خلک ويرول غواړي څوک چې په سوات کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو څخه ملاتړ کوي.
پوځ وائي په تيرو وختونو کې په سيمه کې دتندلارو په ضد دعملياتو ترسره کيدو له امله طالبان اوس کمزوري شوي، دهغوي گڼ شمير مرکزونه له مينځه وړل شوي، گڼ شمير جنگيالي يې وژلي او يا يې نيولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG