لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان :  دخواري کښو لږ ترلږه معاش 7000 روپۍ ټاکل شوى دى


پاکستان :  دخواري کښو لږ ترلږه معاش 7000 روپۍ ټاکل شوى دى
پاکستان :  دخواري کښو لږ ترلږه معاش 7000 روپۍ ټاکل شوى دى
<!-- IMAGE -->

د پاکستان په گډون نن په ټوله نړۍ کې دخواري کښو نړيواله ورځ لمانځل کيږي او دپاکستان حکومت ددغه ورځې په مناسبت دخواري کښو دپاره دنوې تگلارې منظوري ورکړې چې پکې دخواري کښو لږ ترلږه معاش 7000 روپۍ ټاکل شوى دى.
نن دخالي په ورځ دپاکستان دمرکزي کابينې غونډه دوزيراعظم يوسف رضا گيلاني په مشرۍ وشوه چې پکې دخواري کښو دپاره د2010ء کال نوې تگلاره منظور کړل شوه
دتگلارې له مخې دمزدورانومياشتينى معاش د6ؤ زروڅخه 7ؤ زرو روپو ته لوړ کړل شوى دى.
دتگلارې په اساس به هيواد څخه دجبري مشقت خاتمه کولى شي او نۀ به پريښودل کيږي چې د14ؤ کالو څخه د18ؤ کالو پورې ماشومان په نامناسب ماحول کې کاروکړي.
همدغه راز درجسټرډ خواري کښو تنخاگانې به دبينک په ذريعه ورکول کيږي او خواري کښو ته به دقانوني لارو چارو خپلولو دپاره دورکر فنډ څخه 15 زره روپۍ ورکول کيږي.
دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني نن په پلازمينه اسلام اباد کې دخواري کښو دنړيوالې ورځې په اړه جوړې شوې دستورې ته دنوې تگلارې داعلانولو په مهال وويل ريټائرډ خواري کښو ته به روغتيائي اسانۍ ورکولى او هغوي به په شخصي روغتونونو کې هم علاج کولى شي.
هغه وويل نن کابينې د5ؤ کروړو خواري کښو دحقونو منظوري ورکړې ده.
دوزيراعظم وينا وه عارضي ملازمين به پخپلو چوکو پخولى اوپه بيلا بيلو ښارونو کې به دافرادي توان مرکزونه پرانستلى شي.
په پاکستان کې دمزدورانو نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې په دغه هيواد کې دخواري کښو ژوند ديو شمير ستونزو سره مخ دى.
کۀ يو خوا گرانۍ او بې روزگارۍ دخواري کښو ژوند دعذاب سره مخ کړى نو بلخوا په پاکستان کې دبجلۍ دکموت له امله يو شمير صنعتونه هم په ټپو ولاړ او په دغه صنعتونو کې کارکوونکي مزدوران بې روزگاره شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG