لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوماليه : دجومات دننه ترسره شوؤ چاؤدنو 30 کسان وژلي دي


صوماليه : دجومات دننه ترسره شوؤ چاؤدنو 30 کسان وژلي دي
صوماليه : دجومات دننه ترسره شوؤ چاؤدنو 30 کسان وژلي دي
<!-- IMAGE -->

چارواکي وائي د خالي په ورځ دصوماليه په پايتخت مغاديشو کې ديو جومات دننه ترسره شوؤ دو چاؤدنو کېلږترلږه 30 کسان وژل شوي او په لسگونو نورژوبل شوي دي.
دعيني شاهدانو له مخې په جومات کې دچاؤدنو ترسره کيدو څخه وروستو گڼ شمير خلک په يو بل پريوتل چې پکې تر 30ؤ پورې وژل شوي او خواؤشا 100 نور ژوبل دي.
په روانه اوونۍ کې دمغاديشو په باکارا مارکيټ سيمه کې په دغه جومات ترسره شوى دغه دوهم بريددى، دغه سيمه دصوماليه ددوؤ تندلارو ډلو حزب الاسلام او په القاعده پسې دتړاؤ لرونکي تنظيم شباب تر واک لاندې ده.
په کوم جومات کې چې چاؤدنه ترسره شوې په هغې ددشباب ډلې مشران غونډيږي او ويناوې کوي.
تر دې مهاله ددغو چاؤدنو مسؤليت چا په غاړه نۀ دىاخستى خو ځايې اوسيدونکي گمان کوي دغه چاؤدنې ددواړو تندلاروډلو ترمينځ دجگړو نتيجه ده چې دواړه غواړي دحکومت مخې ته خنډان راولاړ کړي.
ځينې عيني شاهدان وائي په دغو چاؤدنو کې دتندروه ډلې شباب مشر فوادمحمدخلاف په نخښه کړل شوى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG