لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې نیویارک ښار مرکزي بازار کې موټرې بم موندلی شوې


د امریکې نیویارک ښار مرکزي بازار کې موټرې بم موندلی شوې
د امریکې نیویارک ښار مرکزي بازار کې موټرې بم موندلی شوې
<!-- IMAGE -->

د نیویارک ښارپولیس او اور وژونکې وائې چې دوې ته د مشکوک گاډي په حقله اطلاع د کوڅې یوسوداگر ورکړه چاچې وویل د گاډي نه لوگی پورته کیدو.
عیني شاهدین وايي چې د خالې په شپه ناوخته گاډي نه يي د پړس اواز واوریدولوخو څه غټه چاؤدنه ونه شوې.
چارواکې وائې چې پلټنې کونکو ټائمز سکوئیر د خلکو نه خالې کړو او د مشکوک گاډې نه يي د گیس سلینډر، د اتش بازۍ سامان او د وخت مقررولو الې یا ټائم ډیوائسز لرل کړل.
د اتوار په ورځ سحر وختي د نیویارک ښاروال مائیکل بلوم برگ یو خبرې کانفرنس ته وویل که پولیسو او شهریانو په وخت گامونه نه وی اخستي نو سخت کړکیچن حالات به رامنځته شوې وو.
هغه وویل چې د نیویارک بیدارو شهریانو او پولیسو دې مننه وې د چا د پیشه ورانه کار په وجه چې د یوې ممکنه خونږۍ پیښې مخه وونیولی شوه.
مائیکل بلوم برگ وویل چې موټر کې د ایښودلی شوې موادو د چاؤدیدوله امله په لویه کچه اورلگیدی شو خو چاؤدیدونکې مواد څه ډیر په مهارت نه ووتیار کړی شوې.
د نیویارک ښار وال وویل چې دا لا نه ده معلومه چې د بم په شا څوک کیدی شې خود تحقیقاتو وفاقې ادارې ایف بې ايي پلټنې شورو کړې دې.
صدرباراک اوبامه د نیویارک پولیسو سملاسې ردعمل ستائلی دی.
ټائمز سکوئیر نیویارک کې د سیل گرو لپاره د لچسپۍ مهمو مرکزونو کې شامل دی چرته چې سینماگانې، دکانونه او ریسټوراټونه موجود دې او هرکال ورته په رزگونو سیل گرې ور ځې.
هم د ټائمز سکوئیر سره نزدې په کال ٢٠٠١ کې د ستمبر په ١١ نیټه ترهگرو د ورلډ ټریډ سینټر دوو ودانیو سره د مسافرو جهازونه وجنگول چې پکښې په رزگونو خلک وژلی شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG