لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهزارې څخه دبيلې صوبې جوړولو دپاره هړتال شوى دى


<!-- IMAGE -->

دهزارې څخه د صوبې جوړولو دپاره دپيل شوي تحريک دمشر بابا حيدر زمان په غږ نن ټول هزاره ډويژن کې کاربندیزشوی چې په مهال يي دقراقرم لويه لاره ،ايبټ اباد مري روډ او نور سړکونه دټريفک لپاره تړل شوې وو.
په مانسهره ښار او خواؤشا سيمو کې هم دهړتال له امله ټول کاروباري مرکزونه او دوکانونه بند او دبسونو اډه خوشې پرته وه.
مظاهره چيانو دهزارې او پنجاب ترمينځ رابطه ختمه کړې وه او پاريدلو مظاهرينو دقراقرم په لويه لاره ځايې پځايې خنډان اودرولي او ټائرونه سوځولې چې له امله يې په دغه لاره تگ راتگ بند و.
همدغه راز په بټگرام ضلع کې دځينو حکومتي گوندونو لخوا ددوکانونو پرانستو دغوښتنې باوجود ټول لويې کاروباري مرکزونه او سوداگريزې پلازې بندې وې او په کوهستان کې په جزوي توگه هړتال وو.
ايبټ اباد او ورسره په تړلې سيمو کې دهړتال په مهال سخت امنيتي تدابير نيول شوي وو.
په ايبټ اباد کې دهزارې صوبې دتحريک په اهتمام احتجاجي جلسه وشوه چې پکې پخواني مرکزي وزير امان الله جدون، دتاجرانو ورورولۍ، دټرانسپورټ يونين داستازو په گډون گڼ شمير اولسي خلکو گډون وکړو.
دغه جلسې ته دوينا په مهال مشرانو وويل دهزارې صوبې احتجاج پرامنه دى او دبيلې صوبې دجوړيدو پورې به دغه احتجاج روان وي.
په مانسهره او خواؤشا سيمو کې هم دمکمل هړتال له امله دژوند چارې په ټپه ولاړې وې او دمختلفو مدني او سياسي گوندونو لخوا ريلۍ او جلسې وشوې.
دهړتال له امله خلکو ته په سفر کولو کې سختې ستونزې رامخې ته شوي دي.
دهزارې دننه دبيلې صوبې غوښتنې وروستو له هغې زور نيولى چې دقومي اسمبلۍ او سينيټ څخه داتلسم ائيني ترميم دمنظوريدو وروستو دصوبه سرحد نوم په خيبرپښتونخوا بدل شو.
په خيبرپښتونخوا کې دواکمن ګوند عوامي نيشنل پارټۍ سره تړاؤ لرونکي دهزارې اوسيدونکي صوبائي وزير قاضي اسد هم په صوبائي اسمبلۍ کې دهزارې څخه دبيلې صوبې جوړولو قرارداد جمع کړى دى.
دعوامي نيشنل ګوند مشران وائي هغوي دنورو صوبو دجوړيدو مخالفت نۀ کوي خو که دهزارې خلک دا انديښنې لري چې دخيبرپښتونخوا دنوم له امله به په ژبني لحاظ دهزارې دخلکو استحصال وشي نو اى اين پي ددغو انديښنو ختمولو ته تياره ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG