لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمال غربي پاکستان کې 31 جنگيالي وژل شوي دي


شمال غربي پاکستان کې 31 جنگيالي وژل شوي دي
<!-- IMAGE -->

چارواکي وائي دپاکستان په قبائيلي سيمو باجوړ، اورکزو او دخيبرپښتونخوا په ناقراره سيمه سوات کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ شوؤ نښتو او دامنيتي ځواکونو ګوله بارۍ کې 31 تندلاري وژل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل امنيتي ځواکونو دافغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان دقبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ په غونډو کلي کې پوځ ته دمطلوب طالب کمانډر دموجوديت په اطلاع دلټونې عمليات پيل کړي دي او ددغو عملياتو له امله په سيمه کې کرفيو پځايې کړل شوې ده.
سرچينې وائي امنيتي ځواکونو ګڼ شمير تندلاري په ګيره کې اخستې دي او په بيلا بيلو سيمو کې ګزمې کوي.
سرچينې دا هم وائي چې امنيتي ځواکونو باجوړ ته په ننوتو ټولو لارو سخته لټه پيل کړې ده.
په باجوړ کې يو انتظامي چارواکي اقبال خټک وئيلي دي دباجوړ دمرکز خار سره نزدې په غونډو کلي کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ګڼ شمير شکمنو ځالو دتوپو او مارټرو څخه ګولۍ ورولي دي
ښاغلي خټک په دغو عملياتو کې د18ؤ کسانو دوژنې پخلى کړى خو دا نۀ ده معلومه شوې چې په وژل شوؤ کې تندلارى کمانډرهم شامل دى که نه؟
خو تر دې مهاله ددغه حکومتي ادعا په هکله ازادو سرچينو پخلى نۀ دى کړى.
په کال 2008م کې دپاکستان پوځ باجوړ کې عمليات ترسره کړي او وئيلي يې وؤ دافغانستان دپولې ترڅنګ يې ګڼ شمير سيمې دتندلارو څخه پاکې کړي خو په سيمه کې تر دې مهاله داړي ګړي دپيښو راپورونه ترلاسه کيږي.
بل لوري ته سرچينې وائي دباجوړ سره پيوست دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې هم پوځ سره نښته کې 2 تندلاري وژل شوي دي.
سرچينې وائي دسوات دکبل په منجا سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته شوې چې پکې دوه تندلاري وژل شوي دي.
په دغه نښته کې امنيتي ځواکونو دتندلارو څخه په دروند مقدار کې وسله هم لاسته راوړې ده.
دسوات په کبل سيمه کې پوځ سره د نښتې په مهال دغه دوه جنګيالي په داسې حال کې وژل شوي چې تيره ورځ دمنجا سيمې سره نزدې تندلارو دځايې امن کميټۍ ديو غړي په کور تيل اچولي ؤ او وروستو يې پرې دلاسي بمونو بريد کړى ؤ چې پکې يوه ښځه وژل شوې وه.
اخوا په کوزه اورکزۍ ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې 11 جنګيالي وژل شوي دي.
دپوځي سرچينو له مخې دکوزې اورکزۍ ايجنسۍ په ستوري خيل سيمه کې يو شمير جنګيالو دامنيتي ځواکونو په پوسته په درنو وسلو سره بريد وکړو چې له دې وروستو دامنيتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې تر 11ؤ پورې جنګيالي ووژل شول.
سرچينې وائي تندلارو داورکزو په کاشه سيمه کې يو روغتيائي مرکز هم په چاؤديدونکو موادو سره الوځولى دى.
داتوار په ورځ هم امنيتي ځواکونو داورکزۍ په بيلا بيلو سيمو کې دګن شپ هيلي کاپټرو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو ګوله باري کړې وه چې پکې 21 تندلاري وژل شوي وؤ.
سرچينې وائي تر دې مهاله امنيتي ځواکونو داورکزو زياتره سيمې دتندلارو څخه پاکې کړي او په حسن خيل، کلايه، انجاني ، ستوري خيل او حشمت خيل کې يې پښې مضبوطې کړي دي.
دتيرو دوؤ مياشتو څخه په اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد عمليات روان دي چې پکې تر دې مهاله د550ؤ څخه زيات جنګيالي او ديو کرنل په ګډون 18 عسکر هم وژل شوي

XS
SM
MD
LG