لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان دډرون بريد 6 کسان وژلې


<!-- IMAGE -->

دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دبې پيلوټه شکمن امريکائي الوتکې په يو بريد کې لږ ترلږه 6 کسان وژل شوي دي.
دغه بريد گل په ورځ دميرعلي تحصيل په مچيخيل سيمه کې په يو کور او گاډي ترسره شوى دى.
سرچينې وائي جاسوسي الوتکو په کور او گاډي درې ميزائيل داغلي دي.
ددغه ميزائيلي بريد سره سم دسيمې خلک په نخښه کړل شوي کور ته ورسيدل او دراپريوتې ودانۍ څخه يې دمړو راويستل پيل کړل.
سرچينې وائي په بريد کې 6 کسان وژل شوي خو دمړو په دغه شمير کې دزياتوالي انديښنه هم ښودل کيږي.
دبريد څخه وروستو هم په سيمه کې تر ډيره وخته امريکائي جاسوسي الوتکو الوتنې کولې چې له دې امله ددغه سيمې خلک دسختې ويرې سره مخ شوي دي.
دپاکستاني طالبانو دغورځنگ دمشر حکيم الله محسود دهاغه ويډيو ټيپ چې پکې يې په امريکا دنوؤ بريدونو گواښ کړى ؤ څخه وروستو دامريکائي جاسوسي الوتکو له لوري په شمالي وزيرستان کې دا لمړى دى خو نۀ ده په ډاگه شوې چې په دغه بريد کې القاعده او طالبانو کومو مهمو کسانو ته مرگ ژوبلې اوړيدلې که نه؟
دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دجنوري 2009ء څخه راپديخوا دډرون 87 بريدونه شوي دي چې پکې خواؤشا 700 تندلاري او 181 بې گناه وگړي وژل شوي دي.
په دغو بريدونو کې دپاکستاني طالبانو مهم مشر بيت الله محسود هم تير کال وژل شوى ؤ او دروان کال په پايې کې داسې راپورونه خوارۀ شوي وؤ چې دبيت الله محسود څخه وروستو دطالبانو ټاکل شوى مشر حکيم الله محسود هم دډرون په يو بريد کې وژل شوى دى خو طالبان دهغه دوژنې راپورونه ردوي او تيره ورځ دحکيم الله محسود يو ويډيو جاري شوې وه خو ددغه ويډيو دريښتينولۍ تصديق نۀ دى شوى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG