لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وډیود پاکستاني طالبانو مشر ژوندی ښائې


Members of Civil Defense and Forest Brigade of Riveira work at the site of a wildfire in Riveira, near La Coruna, Spain.
Members of Civil Defense and Forest Brigade of Riveira work at the site of a wildfire in Riveira, near La Coruna, Spain.
<!-- IMAGE -->

په انټر نيټ دپاکستاني طالبانو له لوري یو ويډيو کې دپاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسود ژوندی ښودلی شوی دی، چې هاغه رپورټونه ردوي چې د سږکال د جنورۍ په میاشت کې د ډرون په حمله کې وژل شوی دی.
تيره اوونۍ يو شمير خبري شبکو دنامعلومو پاکستاني استخباراتي چارواکوپه حواله راپورونه ورکړي وؤ چې حکيم الله محسود دامريکا دبې پيلوټه الوتکې له لوري ترسره شوي بريد څخه ژوندى وتلى ؤ.
خو ددغه پيښې څخه وروستو هغه دطالبانو په ليکه کې دخپل مهم کردار ترسره کولو څخه محرومه شوى دى.
په يوه ويډيو کې حکيم الله محسود پخپله په خبرو کولو ښودل کيږي.
هر څو که ددې خبرې تصديق نۀ دى شوى چې دغه بيان کله ريکارډ کړى شوى دى خو په دغه پيغام کې داپريل دځانگړو نيټو ذکر شوى دى.
دنهو دقيقو پخپل پيغام کې دطالبانو مشر دڅلورم اپريل په حوالې ورکولو وائي هغه په خيريت سره دى او صحت يې ښه دى.
حکيم الله محسود په دغه پيغام کې دخپلې وژنې په اړه راپورونه پروپيگنډه گرځوي.
په دوهم پيغام کې حکيم الله محسود دامريکا دننه دنورو بريدونو گواښ کړى دى.
ددوؤ دقيقو څخه دزيات وخت په دغه پيغام کې دحکيم الله محسود دعکس ترڅنگ دامريکا يوه نقشه هم ليدل کيږي چې په هغې کې په دريوؤ ځائيونو کې دچاؤدنو نخښې راښکل شوى دى.
خو دتفصيلي نقشې دنشتوالي له امله هغې ته په کتلو سره دښارونو تعين نۀ شي کيدلى.
حکيم الله محسود په دغه پيغام کې وائي اوس دهغوي دغورځنگ مهم هدف دامريکا ښارونه دي او دهغه په وينا ”په څو ورځو يا اوونيو کې به ښه خبر واوريدل شي“
حکيم الله محسود وائي هغه دغه بيان په 19م اپريل ريکارډ کړى دى.
دغه ويډيوي پيغامونه په داسې وخت کې مخې ته راغلي دي چې دامريکا دنيويارک په ټائمزسکوائر کې دخالي په ورځ پوليسو دموټر يو بم شنډ کړى ؤز
دنيويارک گورنر ډيوډ پيټرسن دغه دترهه گرۍ يوه کارروائي گرځولې وه خو دسيمه ييزو پوليسو دوينا له مخې هر څو که يوې پاکستانۍ ډلې دغه ناکامه بريد په طالبانو پسې تړلى دى خو پوليس سره ددغه دعوې دثابتولو په اړه هيڅ ثبوتونه نشته.
دپاکستاني طالبانو اکثريت دافغانستان سره پيوست په شمال مغربي قبائيلي سيمه کې موجود دي او دغه ځايې څخه تندلاري نۀ يواځې دهيواد دننه په پوځ او حکومتي اهدافو بريدونه کوي بلکې دالقاعده او طالبانو سره په گډه افغانستان کې موجود ائتلافي ځواکونو باندې هم په بريدونو کې شامل شوي دي.
امريکائي چارواکي وائي په افغانستان کې دطالبانو څخه دجگړې گټلو دپاره ددغو قبائيلي سيمو څخه دتندلارو نوغى ويستل ضروري دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG