لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيويارک: د ناکامه بمي بريد په تور پاکستاني نژاده امریکایي نيول شوى دى


نيويارک: د ناکامه بمي بريد په تور پاکستاني نژاده امریکایي نيول شوى دى
نيويارک: د ناکامه بمي بريد په تور پاکستاني نژاده امریکایي نيول شوى دى
<!-- IMAGE -->

د امریکا په نیویارک ښار کې د خالي په شپه په ټائمزاسکوئر کې ديو ناکامه موټري بم دچاؤدنې په تور پوليسو يو پاکستاني نژاده امريکائي وگړى نيولى دى.
دنهې په ورځ دواشنگټن څخه جاري شوي يو بيان کې اټارني جنرل ايرک هولډ دنيول شوي شکمن تن نوم فيصل شهزاد ښودلى چې عمر يې 30 کاله دى
هغه وويل شهزاد دنيويارک جان ايف کينيډي دبين المللي اډې څخه هاغه وخت نيول شوى کله چې هغه دوبۍ ته په تلونکې يوه الوتکه کې کښيناستو.
داټارني جنرل څخه وړاندې امريکائي ميډيا راپورونه ورکړي وؤ چې په ناکامه بمي چاؤدنه کې استعماليدونکى گاډى يو پاکستاني نژاده امريکائي وگړي اخستى ؤ.
دپوليسو ترمخه شکمن تن په بريج پورټ نومې کلي کې په نغدو پيسو دغه گاډى اخستى ؤ او راپورونه وائي شهزاد اوس اوس دپاکستان څخه راغلى ؤ.
دگاډي اصل مالک پوليسو ته وويل چې هغه د1993 ماډل نسان پاته فائنډر اشتهار په انټرنيټ جاري کړى ؤاو کوم تن چې دهغه څخه گاډى اخستى ؤ داسې ښکاريده دغه تن دمينځني ختيز سره تعلق لرلو.
خو دگاډي دخرڅولو په مهال هيڅ رقم کاغذ نۀ ؤ ليکل شوى.
پوليسو دغه گاډى دخالي په شپه د نيويارک په مشهور او مصروف ټائمز سکوائر کې ولاړ ليدلى ؤ چې پکې د گيس ټينک، تيل، اور لگونکې ماده، څره او په کوم مخصوص وخت دچاؤدنې کولو خودکاره اله موجوده وه.
د امریکې څارنوال هولډر له مخې دا خبره بيخي واضحه ده چې ددغه کارروايۍ مقصد امريکايان وژل ؤ.
دنيويارک دپوليسو دمشر له مخې کۀ چرې دغه بمي چاؤدنه شوې وى نو گاډى به دوه ټوټې شوى ؤ او دهغې له وجې به داور يوه لويه شغله جوړه شوې وى.
دشکمن گاډي دپه گوته کيدلو سره سم چارواکو ټائمز سکوائر کې موجود په زرگونو کسان په بيړني توگه خوندي سيمو ته ويستلي وؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG