لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : امريکا سره به د نيويارک دپيښې په پلټنو کې مرسته کوي


پاکستان : امريکا سره به د نيويارک دپيښې په پلټنو کې مرسته کوي
پاکستان : امريکا سره به د نيويارک دپيښې په پلټنو کې مرسته کوي
<!-- IMAGE -->

په پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن ددغه هيواد دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره ليدلي او دخالي په شپه دنيويارک په ټائمز اسکوائر کې دناکامه موټري بم پلان جوړونکي پاکستاني نژاده امريکائي وگړي فيصل شهزاد د قانون منگولو ته دراوستلو په اړه يې ورسره خبرې کړي دي.
دسرچينو له مخې په دغه ليدنه کې دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي غوښتنه وکړه چې بايد نيول شوى شکمن تن فيصل شهزاد پاکستان ته وسپارل شي او يا دې دهغه څخه په کيدونکو پلټنو کې پاکستان هم شامل کړى شي.
شاه محمود قريشي امريکائي سفيرې ته دپاکستان دحکومت لخوا دنيول شوي تن څخه د پلټنو په لړ کې دپوره ملاتړ باور ورکړو.
بل لوري ته داسې راپورونه هم ترلاسه شوي چې په هند کې دامريکا سفير ډيموتهي هم دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري سره ليدلي او دټائمز سکوائر دناکامه موټري بم سازش جوړونکي شکمن تن فيصل شهزاد دنيونې په معامله يې اصف زرداري ته حال احوال تير کړى دى.
همدغه راز دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک هم د نهې په ورځ خبريالانو ته وئيلي دي چې دوي به د فيصل شهزاد په پيژندگلو او انصاف ته دراکش کولو په اړه دامريکا سره مرستې کوي.
او دپاکستان دبهرنيو چارو دوزارت وياند عبدالباسط ویلي د فيصل شهزاد په اړه د امريکائي چارواکو له لوري دمعلوماتو ورکړې ته په انتظار دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG