لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې دترهگرۍ د مخنيوي په هڅو کې پاکستان ته 665 ملیون ډالر ورکړي


امریکې دترهگرۍ د مخنيوي په هڅو کې پاکستان ته 665 ملیون ډالر ورکړي
<!-- IMAGE -->

امريکې په کال 2009م کې دترهگرۍ د مخنيوي په هڅو دشوؤ لگښتونو په مد کې پاکستان ته 65 کروړه او 60لکه ډالره مرستې ورکړي دي.
دامريکائي سفارت خانې څخه جاري شوي يو بيان له مخې دمرستو دغې ورکړې ته ائتلافي اعانت فنډ يا کوليشن سپورټ فنډ وئيل کيږي او ددغه امداد مقصد دترهه گرۍ خلاف جگړه کې دپاکستان ملاتړ او په سيمه کې دامنيت دټينگښت دگډ مقصد ترلاسه کول دي.
امريکې په کال 2001ء کې دپاکستان په گډون 27ؤ هيوادونو ته دترهه گرۍ په ضد جگړې باندې دراتلونکو مصرفونو څخه دڅه برخه ادا کولو لپاره کوليشن سپورټ فنډ جوړ کړى ؤ او په تيرو نهو کلونو کې امريکا پاکستان ته 7 اربه او 20 کروړه ډالره مرسته ورکړې ده.
پاکستان ته ددغو مرستو څخه 34 کروړه او 90 لکه ډالرو وروستى رقم دکال 2008م په موده کې دشوؤ تصديق شوؤ مصرفونو په ځواب کې دروان کال دجنورۍ په مياشت کې ورکړل شوى ؤ.
دپاکستان او امريکې ترمينځ دائتلافي مرستې په مد کې دفنډ نۀ ورکړه ددوه اړخيزو اړيکو په لاره کې يو خنډ ؤ ځکه چې په هيواد کې دننه دپاکستان حکومت ددې نيوکې سره مخ ؤ چې دترهه گرۍ خلاف جگړه کې نۀ يواځې دپاکستان په معيشت فشار راغلى بلکې اولس ددرنو ځاني زيانونو سره هم مخ شوى دى.
دڅيړونکو له مخې ددغو ټولو حقيقتونو په رڼا کې او دامريکا دمهم ائتلافي هيواد باوجود پاکستان ته ددغو زيانونو په بدل کې ترلاسه کيدونکى امداد پوره نۀ دى.
دپاکستان حکومت دوړاندې څخه وئيلي دي چې دتيرو اتوؤ کلونو څخه يې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې يې تر دې مهاله خواؤشا 35 اربه ډالره زيان شوى دى.
دمرستو داوسنۍ ورکړې سره ددواړو هيوادونو په اړيکو کې دښه والي راتللو امکان دى.
ځينې ناقدين وائي په قبائيلي سيمو کې دپاکستاني پوځ لخوا روان زياتره عمليات په افغانستان کې دطالبانو په ضد دامريکا دجگړې برخه ده او په دغه اساس بايد په دغه جگړه راتلونکى مصرف هم امريکا ادا کړي.
خو پاکستاني چارواکو بيا بيا وئيلي دي چې په هيواد کې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره پورته کيدونکي گامونه دهيواد دسلامتۍ لپاره ضروري دي او دا دپاکستان خپله جگړه ده.
دکوليشن سپورټ فنډ څخه علاوه دتيرو دريوؤ کلونو په مهال پاکستان لپاره دامريکا لخوا پوځي او غير پوځي مرستې دڅلورو اربو ډالرو څخه اوښتي دي.
امريکا ته دپاکستان لخوا ورکړل کيدونکو مرستو کې طبي امداد، دسکولونو جوړول او بحالي، دپلونو او کويانو جوړول، دخوراک ويش، کرکيلې او تعليم منصوبې شاملې دي.
په مخصوصه دفاعي مرسته کې څوارلس F-16 جهازونه، لس MI-17 هيلي کاپټرې، دپاکستان فرنټئير کور لپاره 450 گاډي، دشپې په تيار کې په نظر راتلونکو څيزونو لپاره په سلگونو چشمې، دورځې او شپې په وختونو کې استعماليدونکي دوربينونه، دريډيو او پاکستان دوسله والو پوځونو لپاره دزرگونو په شمير کې حفاظتي جيکټونه اود ابتدائي طبي امداد څيزونه شامل دي.
امريکې دپاکستان 370ؤ څخه زياتو پاکستاني پوځي افسرانو ته دترهه گرۍ دمخنيوي ، استخباراتو، تگ راتگ، ميډيکل، دالوت په مهال دحفاظت او دپوځي قوانينو پشان دموضوعاتو په اړه دښو توانونو بيدارولو دپروگرامونو لپاره تربيه هم ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG