لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوباما : امریکایي چارواکي نیویاک کې دناکامه بمي بريد په اړه پلټنې کوي


<!-- IMAGE -->

د امریکا صدر براک اوباما ویلي امریکایي چارواکي ددې خبرې پلټنې کوي چې د خالي په شپه دنيويارک ښار په ټائمزاسکوئر کې ديو ناکامه موټري بم د چاؤدنې په تور نیول شوي تن اړیکې کومې ترهگر ډلې سره خو نه دی.
د امریکا پایه تخت واشنگټن کې د سوداگرو لپاره جوړ شوي یوې دستورې ته په وینا کې ښاغلي اوباما وویل « انصاف به کولې شي » چې امریکايي اولس محفوظ ساتلو لپاره به چارواکي هر هغه څه کوي چې د هغوي په وس کې دي.
نیول شوي تن په اړه ویل شوي چې پاکستاني امریکایي یې دی او نوم یې فېصل شهزاد دی. دغه تن به نن دنهې په ورځ عدالت ته وړاندې کولې شي.
دامریکا مشر څارنوال ايرک هولډر ویلي د نيول شوي شکمن تن نوم فيصل شهزاد ښودلى چې عمر يې 30 کاله دى.
هغه وويل شهزاد دنيويارک جان ايف کينيډي دبين المللي اډې څخه هاغه وخت نيول شوى کله چې هغه دوبۍ ته په تلونکې يوه الوتکه کې کښيناستو.
داټارني جنرل څخه وړاندې امريکائي ميډيا راپورونه ورکړي وؤ چې په ناکامه بمي چاؤدنه کې استعماليدونکى گاډى يو پاکستاني نژاده امريکائي وگړي اخستى ؤ.
دپوليسو ترمخه شکمن تن په بريج پورټ نومې کلي کې په نغدو پيسو دغه گاډى اخستى ؤ او راپورونه وائي شهزاد اوس اوس دپاکستان څخه راغلى ؤ.
دگاډي اصل مالک پوليسو ته وويل چې هغه د1993 ماډل نسان پاته فائنډر اشتهار په انټرنيټ جاري کړى ؤاو کوم تن چې دهغه څخه گاډى اخستى ؤ داسې ښکاريده دغه تن دمينځني ختيز سره تعلق لرلو.
پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي دغه تن تعلق پاکستان کې د خېبر پختونخوا نوښار سره دی. ښاغلي ملک ویلي چې پاکستان به امریکایي چارواکو سره فېصل شهزاد پېژندگلو او انصاف ته دراکش کولو لپاره مرسته کوي

XS
SM
MD
LG