لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فېصل شهزاد منلې تربيت يې وزيرستان څخه ترلاسه کړى دى


فېصل شهزاد منلې تربيت يې وزيرستان څخه ترلاسه کړى دى
فېصل شهزاد منلې تربيت يې وزيرستان څخه ترلاسه کړى دى
<!-- IMAGE -->

په ټائمز سکوائر کې دناکامه بمي بريد په تور نيول شوي امريکائي نژاده پاکستاني وگړي شهزاد منلې ده چې هغه ددغه بمي بريد هڅه کړې وه او دبمونو جوړولو تربيت دپاکستان په قبائيلي سيمه وزيرستان کې ترلاسه کړى دى.
فيصل شهزاد دنيول کيدو څخه وروستو په ټائمز سکوائر کې دموټري بم چاؤدنې دهڅې داقرار کولو ترڅنگ ايف بي ائي ته دا هم وئيلي دي چې هغه وزيرستان کې دبمونو جوړولو تربيت يې په وزيرستان کې ترلاسه کړى دى.
دغه خبرې عدالت ته په ورکړل شوؤ کاغذونو کې شوي دي.
فيصل شهزاد دنيويارک دجان ايف کينيډي هوائي ډگر څخه هاغه مهال نيول شوى ؤ چې هغه دوبۍ ته دتگ په غرض په جهاز کې ناست ؤ.
دهوائي شرکت له مخې هغه ددوبۍ څخه وړاندې پاکستان ته دتگ بکنگ کړى ؤ.
محکمې ته دورکړل شوؤ کاغذونو له مخې په ټائمز اسکوائر دبريد هڅه کې دکارول شوي گاډي څخه دفيصل شهزاد دکور او دهغه دخپل استعمالونکي گاډي چابيانې هم ترلاسه شوي دي.
شهزاد چارواکو ته وئيلي دي هغه پخپل شخصي گاډي اسوزو گاډي کې هوائي ډگر ته تللى ؤ او دغه گاډى يې بيا په هوائي اډه پريښودى ؤ.
ددغه گاډي څخه چارواکو يوه تمانچه هم ترلاسه کړې ده.
دايف بي ائي له مخې فيصل شهزاد چې ورته تير کال دامريکا وگړيتوب ورکړل شوى ؤ دپاکستان څخه ديوې ډډې ټکټ اخستى ؤ او په 3مه فرورۍ امريکا ته تللى ؤ، هغه داميگريشن چارواکو ته وئيلي ؤ په پاکستان کې تر پينځوؤ مياشتو دخپل موروپلار سره ؤ او ښځه يې اوس هم په پاکستان کې ده.
دچارواکو وينا ده شهزاد ټائمز سکوائر کې دبمي چاؤدنې دپاره کارول شوى زوړ شين گاډى په 1300 ډالره اخستى ؤ او دهغې هيڅ رسيد يا کاغذونه يې نۀ ؤ کړي.
له دې څخه وروستو شهزاد په دغه گاډي جعلي نمبر پليټ لگولى او شيشې يې ورله ډوب رنگ ورکړى ؤ.
دگاډي خرڅونکي په شپږو عکسونو کې دشهزاد عکس دگاډي داخستونکي په توگه پيژندلى ؤ.
دعدالتي کاغذونو له مخې دگاډي اخستو دپاره شهزاد پري پيډ سيل فون استعمال کړى ؤ.
ددغه گرځنده فون دپاره وړومبى دقيقې اخستل کيږي.
دفون کمپنۍ ويرائزن وائرليس دريکارډ څخه معلومه شوې ده چې دگاډي اخستو څخه څو ساعته دمخه په هاغه فون ديو پاکستاني نمبر څخه څلور کالونه ورغلي وؤ.
هم ددغه فون څخه په 25م اپريل دامريکا په پينسيلوينيا ايالت کې دپټاخو خرڅونکي يو دوکان ته هم کال شوى ؤ.
دغه دوکان M-88 داسې پټاخې خرڅوي چې په ټائمز اسکوائر کې دگاډي څخه ترلاسه شوې وېز
دمحکمې دکاغذونو څخه دا هم معلومه شوې ده چې دشهزاد دکور مالک دهغه په گيراج کې دڅرې دوه بورۍ ليدلې وې او دټائمز سکوائر په بم کې څره هم کارول شوې وه.

<!-- IMAGE -->

په فيصل شهزاد چې کوم پينځه تورونه لگول شوي دي په هغې کې په پراخه پيمانه دتباهۍ خورونکې وسلې دکارولو دهڅې، دانسانانو دوژنې هڅې،دودانيو دتباه کولو ، نيويارک کې په يو گاډي کې دچاؤديدونکو موادو دالوځولو او په شعوري توگه دانسانانو دوژنې دپاره دچاؤديدونکو موادو ترلاسه کولو تورونه شامل دي.
دامريکائي قانون له مخې به دنيول کيدو څخه د48ؤ دننه دننه شهزاد محکمې ته وړاندې کولى او دهغه په ضد دلگيدلو تورونو جزئيات به ورته اورولى شي.
نوموړي ته به دځان دپاره دوکيل نيولو حق هم ورکول کيږي او که هغه چرې په معاشي توگه دوکيل نيولو توان نۀ لري نو بيا به ورته دحکومت له لوري وکيل ورکړل کيږي.
په دغه پيشۍ کې به قاضي پريکړه کوي چې نوموړى په بند کې وساتل شي که په ضمانت پريښودل شي.
په راتلونکي پړاؤ کې به شهزاد ته دهغه په ضد دلگولو شوؤ تورونو منل يا نۀ منل وي، چې دهغې څخه وروستو به دهغه په ضد يا خو مقدمه چلولى شي او يا به ورته سزا اورول کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG