لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان پوځ د نيويارک دبريد په هکله دطالبانو په ادعا شک کوي


<!-- IMAGE -->

پاکستاني طالبانو ادعا کړې چې دامريکا په نيويارک ښار کې دناکامه بمي بريد هڅه هغوي کړې خو دپاکستان پوځ وائي هغوي ګمان نۀ کوي چې ددغه هڅه به طالبانوکړي وي.
داتوار په ورځ په يوه ويډيو کې پاکستاني طالبانو دامريکا په نيويارک ښار کې دناکامه موټري بم دپلان پړه په غاړه اخستې وه چې په لمړي ځل دجنوبي ايشياء څخه بهر ددې سيمې دتندلارو بريد ګڼل کيږي.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس دشورو په ورځ ويلي دي بايد دغه ادعا بې اساسه وبلل شي.
که هر څو امريکائي چارواکو دتندلارو دغه ادعا بې بنياده ګرځولې خو ددغه بريد په تور نيول شوي شکمن تن فيصل شهزاد منلې ده چې هغه دبمونو جوړولو تربيت دپاکستان په قبائيلي سيمه وزيرستان کې ترلاسه کړى دى.
دطالبانو لخوا دنيويارک په ټايمز اسکوائر کې دناکامه بمي بريد دپلان جوړولو دادعا په اړه جنرال اطهر عباس وويل هر څوک څه ادعا هم کولى شي خو دا به ځانله پوښتنه وي چې ايا هاغه تنظيم دومره توان لري که نه؟
دامريکا لوړپوړو پوځي او استخباراتي چارواکو له دې وړاندې هم وئيلي دي چې دپاکستان او افغانستان په ګډه قبائيلي سيمه کې موجود ترهه ګر دامريکا په ضد دبريدونو پلانونه جوړوي.
جنرال اطهر عباس په دغه هکله دڅه وئيلو څخه ډډه وکړه چې فيصل شهزاد وائي هغه تربيه دوزيرستان څخه ترلاسه کړې ده.
بل لوري ته دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک وائي دټائمز سکوائر دبريد دسازش په هکله پاکستان کې څوک نۀ دي نيول شوي.
هغه وائي فيصل شهزاد دتيرو 7ؤ کلونو په مهال د8ؤ څخه 10 ځله پاکستان ته راغلى او په وروستي ځل هغه دکال 2010م دفرورۍ په مياشت کې پاکستان ته راغلى خو ترهه ګرو سره دهغه داړيکو په هکله مونږ ته کوم ثبوتونه نۀ دي ترلاسه شوي.

XS
SM
MD
LG