لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نیمروز : نهو ځانمرگي بريد کوونکو په گډون ١٥ کسان وژل شوي


نیمروز : نهو ځانمرگي بريد کوونکو په گډون ١٥ کسان وژل شوي
<!-- IMAGE -->

د افغانستان دننه په ځانمرگي بريدونو، بمي چاؤدنو او نښتو کې د نهو ځانمرگي برید کونکو په گډون 20 کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
په وژل شوؤ کې دنمروز دولايتي شورا غړې گل مکۍ هم شامل ده.
دافغانستان دنمروز ولايت والي غلام دستگير خبريالانو ته وئيلي دي دشورو په ورځ کچه غرمه نهو ځانمرگي بريد کوونکو دولايت په ودانۍ ، په ولايتي شورا ، دوالي دمرستيال په کور ، دولايت په ميلمستون او دمحاکمو په رياست ځانمرگي او بمي بريدونه وکړل.
والي وويل اوؤ تنو بريدکوونکو ځانونه الوځولي او دوه په ژوبل حالت کې دپوليسو لخوا نيول شوي دي.
دوالي له مخې دغو بريدونو تر دوؤ ساعتو دوام لرلو او بريدکوونکي دامنيتي ځواکونو لخوا دسخت مقاومت سره مخ شول.
هغه دا هم وويل چې دپيښو په ځايې کې دوه بمونه هم امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي چې شنډ کړل شوي دي.
دنمروز والي ومنله چې په دغو بريدونو کې پينځه پوليس او دولايتي شورا غړې گل مکۍ هم وژل شوي دي.
دوالي په وينا دا مهال په سيمه کې عمليات پايې ته رسيدلي او زرنج کې وضعيت ښه شوى دى.
همدغه رازدپاکستان دپولې ترڅنگ دافغانستان په ننگرهار ولايت کې هم دپوليسو او طالب ياغيانو ترمينځ په سخته نښته کې پنځه جنگيالي وژل شوي او 10 نور ژوبل شوي دي.
دننگرهار دپوليسو وياند عبدالغفور دشورو په ورځ خبريالانو ته وويل تيره شپه يو شمير وسله وال دډيورنډ پولې ترڅنگ ددور بابا په اولسوالۍ بريد وکړو او په دغه مهال دپوليسو او وسله والو ترمينځ سخته نښته وشوه.
دهغه وينا وه په دغه نښته کې پينځه جنگيالي وژل شوي او 10 ژوبل شوي خو پوليسو ته پکې څه رقم مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
نوموړي تور ولگولو چې دغه جنگيالي دپولې دپورې غاړې څخه دبريد دپاره راغلي ؤ او دبريد وروستو بيرته دپاکستان خاورې ته تښتيدلي دي.
هغه وويل دوژل شوؤ او ژوبل شوؤ جنگيالو مړي هم طالبانو ځان سره دشپې په تيارۀ کې وړي دي.
دطالبانو دغورځنگ وياند ذبيح الله مجاهد بيلا بيلو خبري شبکو ته ددغه پيښې پړه په غاړه اخستې او ادعا يې کړې ده چې په بريد کې 15 پوليس وژل شوي دي خو ازادو سرچينو دطالب وياند ددغه ادعا تصديق نۀ دى کړى.

XS
SM
MD
LG