لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گوانټانامو کې د قیدیانو په ژوند ویډیویي فلم


گوانټانامو کې د قیدیانو په ژوند ویډیویي فلم
گوانټانامو کې د قیدیانو په ژوند ویډیویي فلم
<!-- IMAGE -->

د ډیرې مودې وروسته، امریکایي چارواکو د گوانټانامو په زندان کې د نیول شوو مشکوکو ترهگرو قضیې اوریدو لپاره یو شمېر امریکایي او بهرني خبریالان گوانټانامو ته بوتللي دي.
په دغو کې د ډیوه ریډیو خبریال افتخارحسین هم دی.
افتخار حسېن د گوانټانامو ځندان کیمپ فور نه یوه ویډیو جوړه کړی ده.
په دغه ویډیو کې ښودلې کېږي چې د زندان بهر د سیم نه جوړ باړ دی او ددغه باړ باندې ازغن تار لېږدلې دی.
په ویډیو کې بندیان هم ښودل شوي دي.

<!-- IMAGE -->

یو بندي د زندان دننه دیوال ته ډډه وهلې ده او یو بل بندي ورزش کوي.
د ډیوه ریډیو خبریال افتخار حسېن د کېمپ فور مشر کمانډر انډریو مېکمنس نه بندیانو ته ورکړل شوو اسنتیاؤ په اړه پوښتلي دي.
کمانډر مېکمنس وایي قیدیانو ته هرضروري اسنتېاوې ورکړل شوي دي.
دوي کولې شي خپل نمونځ وکړي او نورې مذهبي فریضې ترسره کړي.
د گوانټانامو زندان کې د قیدیانو ژوند په اړه تاسو نور معلومات دغه ویډیویي فلم کې کتلې شې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG