لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند محکمې اجمل قصاب ته دمرگ سزا اورولې ده


د هند محکمې اجمل قصاب ته دمرگ سزا اورولې ده
د هند محکمې اجمل قصاب ته دمرگ سزا اورولې ده
<!-- IMAGE -->

د هند يوې ځانگړې محکمې دممبۍ په ترهگريزو بريدونو کې يواځيني ژوندي پاتې شوي پاکستاني بريدکوونکي اجمل قصاب ته دمرگ دسزا حکم کړى دى.
د زيارت په ورځ محکمې پخپله پريکړه کې اجمل قصاب ته په څلورو جرمونو کې دمرگ او دڅلورو څخه زياتو جرمونو کې دعمري بند سزا واوروله خو ددې ترڅنگ يې قصاب ته دهند په لوړو محکمو کې داپيل کولو حق هم ورکړی دى.
دگل په ورځ محکمې اجمل قصاب دممبۍ دترهه گريزو بريدونو مجرم گرځولى ؤ او دوه نور هندي ملزمان صباح الدين او فهيم انصاري يې دکوټلو ثبوتونو دنشتوالي له امله خوشې کړي وؤ.
په فهيم او صباح دممبۍ بريدونو کې دککړو کسانو دمرستې تور لگول شوى ؤ.
دممبۍ په بريدونو کې دککړو 10ؤ بريد کوونکو څخه يواځې اجمل قصاب په ژوبل حالت کې ژوندى نيول شوى ؤ او دتير يو کال څخه دهند په ځانگړې محکمه کې دهغه په ضد دوژنو په شمول دنورو لسگونو مقدمو اوريدنه روانه وه.
په لمړي پړاؤ کې اجمل قصاب خپل جرم منلى ؤ خو وروستو محکمه کې دخپل بيان څخه اوښتى ؤ.
په نومبر کال 2008ء کې په ترسره شوؤ دغو ترهه گريزو بريدونو کې 166 کسان وژل شوي او هند ددغو بريدونو مسؤليت دغيرقانوني گرځول شوې ډلې لښکرطيبه په اوږو داچولو سره دپاکستان سره دوه اړخيزه دامن مذاکرات ځنډولي وؤ.
دپاکستان حکومت هم دممبۍ دبريدونو مهم کردار ذکي الرحمان او ځينې نور کسان نيولي او دهغوي په ضد په محکمه کې کارروائي روانه ده.
دوه اوونۍ وړاندې پاکستان دهند څخه غوښتنه کړې وه چې اجمل قصاب بايد پاکستان ته وسپاري ځکه چې دممبۍ په بريدونو کې ککړو کسانو ته دسزا ورکولو دپاره دپاکستان محکمې ته داجمل قصاب راتلل او دلته خپل بيان قلمبند کول ضروري دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG