لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اورکزو او سوات په عملياتو کې 10 جنگيالي وژل شوي دي


د اورکزو او سوات په عملياتو کې 10 جنگيالي وژل شوي دي
د اورکزو او سوات په عملياتو کې 10 جنگيالي وژل شوي دي
<!-- IMAGE -->

د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو او دخيبرپښتونخوا په ناقراره سيمه سوات کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوؤ عملياتو کې لږ ترلږه 10 جنگيالي وژل شوي دي.
دپوځي سرچينو له مخې داورکزو ايجنسۍ په مرکز کلايه يو شمير تندلارو په يوه امنيتي پوسته راکټي بريد وکړو او يو پوځي يې ژوبل کړو چې له دې وروستو امنيتي ځواکونو ددغو بريد کوونکو په ضد ځوابي عمليات ترسره کړل او 8 جنگيالي يې ووژل.
همدغه راز په سوات سيمه کې هم دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ شوې نښته کې ددوؤ جنگيالو دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي.
سرچينې وائي امنيتي ځواکونو ته خبر ترلاسه شوى ؤ چې دسوات په کبل سيمه کې يو شميرجنگيالي موجود دي، کله چې امنيتي ځواکونه دهغوي په ضد دعملياتو لپاره سيمې ته ورسيدل نو جنگيالو پرې ډزې پيل کړې.
دسرچينو وينا ده ددغو ډزو په ځواب کې امنييتي ځواکونو هم دتندلارو په ضد چټک عمليات وکړل چې پکې دوه جنگيالي ووژل شول.
سرچينې زياتوي دوژل شوؤ جنگيالو مړي امنيتي ځواکونو پخپله ولکه کې اخستي او دهغوي څخه يې وسله هم لاسته راوړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG