لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکائي او پاکستاني چارواکي دټائمز سکوائر په پيښه غږيدلي دي


<!-- IMAGE -->

د پاکستان او افغانستان دپاره دامريکائي جمهوررئيس ځانګړي استازي رچرډ هالبروک دپاکستان دبهرنيو چارو دوزير شاه محمود قريشي او په امريکا کې دپاکستان سفير حسين حقاني سره تماس نيولى او ورسره يې دټائمز سکوائر په پيښه خبرې کړي دي.
ددې ترڅنګ په پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن هم ددغه هيواد دجمهوررئيس اصف علي زرداري او دکورنيو چارو وزير رحمان ملک سره ليدلي او ددغه پيښې په هکله يې ورسره خيالات تبادله کړي دي.
دامريکې دبهرنيو چارو مرستيال وزير پي جى کراولي ددغو تماسونو او ليدنو پخلى کړى او خبريالانو ته يې وئيلي دي چې پاکستان دټائمز سکوائر دناکامه بمي بريد دپلان په پلټنو کې بشپړه همکاري کوي.
هغه وويل دپاکستان لخوا کيدونکې همکاري دامريکا دپاره دډاډ وړ ده.
دبهرنيو چارو مرستيال وزير وويل پاکستاني چارواکي په دې پوهيږي چې ددغه پلان پلټنې کول نۀ يواځې زمونږ ګډه ذمه واري ده بلکې دټائمز سکوائر په څير دپيښو پلانونه ددواړو هيوادونو دپاره دګډې خطرې حيثيت هم لري.
هغه وويل رچرډ هالبروک سره په خبرو کې دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دنيويارک دميئر يا ښاروال دهاغه بيان هرکلى وکړو چې پکې هغه ټولو خواؤ ته وينا کړې وه چې په نيويارک کې دپاکستاني امريکائي مسلمانانو په ضد دتعصب هيڅ رقم ګام نۀ دي اخستل پکار.
پي جى کراولي وويل په امريکا کې په لکونو پاکستاني نژاده امريکايان اوسيږي او هغوي زمونږ دټولنې او کلتور دودې لامل دي.
دنوموړي وينا وه مونږ دامريکائي ټولنې ديوې برخې په توګه دغه پاکستانيانو ته دقدر په نظر ګورو.
ديوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وويل پاکستان او امريکا به دپيښې دپلټنو په مهال يو بل سره دمعلوماتو راکړه ورکړه کوي او پاکستان په دغه لړ کې دوړاندې څخه ګامونه اخستي دي.
دنوموړي دوينا له مخې دامريکا قانون پځايې کوونکو او استخباراتي چارواکو په پاکستان کې داړونده چارواکو سره تماسونه نيولي خو دا مهال ددغې پيښې پلټنې په لمړي پړاؤ کې دي.
نوموړي وويل ددغه پيښې پاکستان سره ډاګيز تړاؤ دى او مونږ بشپړ هيله لرو چې پاکستان به امريکا سره په پلټنو کې مرسته وکړي.
دهغه وينا وه امريکا تر دې وخته په پاکستان کې اوس اوس دنيول شوؤ کسانو په اړه دتصديق کولو په پوزيشن کې نۀ ده.
په وزيرستان کې دپټو تندلارو او دائي ايس ائي ترمينځ داړيکو په هکله دبهرنيو چارو مرستيال وزير وويل مونږ دتيرو څو کالو راهسې په دې هکله دپاکستان سره خبرې کوؤ او پاکستان په تيرو څو کلونو کې منلې ده چې دهغوي ځينې مامورينو په تيرو وختونو کې دترهه ګرو تنظيمونو ملاتړ کړى ؤ.
خو اوس دغه ترهه ګرې ډلې نۀ يواځې دسيمې دسلامتۍ بلکې پخپله دپاکستان دپاره هم ګواښ جوړ شوى دى.
دنوموړي وينا وه مونږ دټائمز سکوائر دپيښې دپلټنو لړ کې دپاکستان په مرسته باور لرو.

XS
SM
MD
LG