لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برتانېه : پارلماني ټاکنو کې کنزرويټو گوند ترټولو زیاتې څوکې گټلي دي


برتانېه : پارلماني ټاکنو کې کنزرويټو گوند ترټولو زیاتې څوکې گټلي دي
برتانېه : پارلماني ټاکنو کې کنزرويټو گوند ترټولو زیاتې څوکې گټلي دي
<!-- IMAGE -->

برتانيه کې د پارلماني ټاکنو د نتيجو ترمخه د هېواد د مخالفو ډلو تر ټولو ستر گوند کنزرويټو پارلمان کې تر ټولو زياتې چوکۍ گټلي دي خو ورته دحکومت جوړولو لپاره پکار اکثريت ترلاسه شوی نۀ دى.
دکنزرويټو مشر ډيوډ کيمرون دجمعې په ورځ په يو بيان کې وئيلي دي باور کوي دوزيراعظم گورډن براؤن دليبرپارټۍ حکومت دواکمنۍ مينډيټ بائيللى او په برتانيه کې دقيادت دبدلون وخت راغلى دى.
دبرطانوي پارلمان د650ؤ خخه کنزرويټو ته د300ؤ چوکو ترلاسه کيدو امکان دى چې په تيرو80ؤ کلونو کې به ددغه پارټۍ تر تولو ستره کاميابي وي او 13 کاله وروسته به دا د ليبرپارتۍ لمړۍ ماتې وي.
د انتخاباتو نتيجو وروسته برتانيه کې ديو معلق پارلمان مخې ته کيدو امکان دى چې پکې به يو سياسي گوند ته هم مجموعي اکثريت ترلاسه نۀ وي.
د1974ء څخه راپديخوا په برتانيه کې کله هم يو گوند په عامو انتخاباتو کې واضحه اکثريت نۀ دى ترلاسه کړى.
وزيراعظم گورډن براؤن خبردارى ورکړى دى چې کنزرويټو داقتدار څخه باهر ساتلو لپاره کيدى شي هغه په دريم نمبر دراتلونکې لبرل ډيموکريټس گوند سره په گډه ائتلافي حکومت جوړ کړي.
په برتانيه کې چې کوم گوند هم ددغو انتخاباتو په نتيجه کې حکومت جوړوي ورته به دعالمي اقتصادي بحران داغيزو څخه هيواد ويستلو لپاره دهڅو چټکولو څخه علاوه د236 اربو ډالرو خسارې کمولو لپاره هم کړنلاره جوړول وي.
سياسي مبصرينو انديښنه ښودلې ده چې که چرې معلق پارلمان مخې ته راځي نو ددغو دواړو ستونزو هواري هڅې دځنډ ښکار کيدى شي.
په برتانيه کې دانتخابي چارواکو وينا ده دځينو انتخابي نتيجو په ضد قانوني کارروائي امکان لري ځکه چې درايې دورکړې دوخت ختميدو څخه وروستو هم په ټول هيواد کې په سلگونو کسان په قطارونو کې ولاړ وؤ او درايې اچولو انتظار يې کولو.
داسې اطلاعات هم ترلاسه شوي دي چې په لندن، شيفيلډ، برمنگهم او نورو سيمو کې خلکو ووټونه نۀ دي اچولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG