لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مانسهره : دپوليسو په چوکۍ بريد کې څلور عسکر وژل شوي دي


<!-- IMAGE -->

د پاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په مانسهره سيمه کې دجمعې په ورځ سحر مهال نامعلومو وسله والو دپوليسو په يوه چوکۍ ناتاره ډزې کړي چې پکې څلور پوليس وژل شوي او يو بل ژوبل شوى دى.
دچارواکو له مخې په غازي کوټ سيمه کې جوړې دپوليسو چوکۍ کې دباران نه دبچ کيدو لپاره پوليس راټول شوي وؤ چې په دغه مهال پرې يو شمير وسله والو په خودکاره وسلو سره بريد وکړو.
دهزارې ډويژن مانسهره ضلع يو پرامنه سيمه گڼل کيږي خو په دې وروستيو مياشتو کې په دغه سيمه کې دغيرسرکاري تنظيمونو په دفترونو او پوليسو گڼ شمير بريدونه ترسره شوي چې چارواکي ددغو بريدونو مسؤل طالب جنگيالي گرځوي.
دمانسهرې غرييزې پولې دناقرارې سيمې سوات سره نزدې دي چې پاکستاني پوځونو دتير کال څخه دعملياتو پيل کولو په ترڅ کې دغه سيمه تر ډيره حده دتندلارو څخه پاکه کړې او په سيمه کې يو څه امن هم ټينگ شوى دى.
دکال 2005م داکتوبر په مياشت کې دپاکستان تر انتظام لاندې کشمير او دملک په شمالي ضلعو کې راغلې خونړۍ زلزلې څخه وروستو په لسگونو مقامي او بين الملليي غير سرکاري تنظيمونو دبيارغونې او بحالۍ لپاره مانسهره کې خپل دفترونه جوړ کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG