لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزو: امنيتي ځواکونو سره نښتو کې 26 جنگيالي وژل شوي دي


<!-- IMAGE -->

د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو سره نښتو کې لږ ترلږه 26 جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې د بره اورکزۍ په ډبورۍ سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته شوې چې پکې گڼ شمير جنگيالي وژل شوي دي.
په دغه نښته کې ددريوؤ پوځيانو دژوبل کيدو راپورونه هم ترلاسه شوي دي.
همدغه راز په کوزه اورکزۍ کې دمليشه ځواکونو په قلعه يو شمير تندلارو په راکټونو سره بريد کړى دى چې پکې يو پوځي ژوبل شوى دى.
ددغه بريد څخه وروسته امنيتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې پنځه تندلاري وژلي دي.
دکوزې اورکزۍ په کارگه سيمه کې دقبائيلي لښکر او تندلارو ترمينځ نښتو کې شپږ تندلاري وژل شوي دي.
دبره اورکزۍ په باگوړي سيمه کې دپوځ او جنگيالو ترمينځ شوې نښته کې هم 15 تندلاري وژل شوي او درې پوځيان ژوبل شوي دي.
دتيرو دوؤ مياشتو راهسې په اورکزو کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد په نااعلانه ډول عمليات پيل کړي او امنيتي ځواکونه وائي په دغو عملياتو کې د550ؤ څخه زيات جنگيالي يې وژلي او په سيمه کې يې دهغوي زور ختم کړى دى.
امنيتي ځواکونه ادعا کوي چې داورکزو ايجنسۍ يو شمير سيمې يې دترهه گرو څخه پاکې کړي دي.
اورکزو دپاکستان هاغه يواځينۍ قبائيلي سيمه ده چې دافغانستان سره پوله نۀ لري او راپورونه وائي په جنوبي وزيرستان ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دعملياتو څخه وروستو زيات شمير تندلاري اورکزو ايجنسۍ او نورو نزدې سيمو ته تښتيدلي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG