لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قريشي : د ترهگرۍ پر ضد جگړه د خپلې بقاء لپاره کوؤ


<!-- IMAGE -->

د پاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په لاهور کې ميډيا سره دخبرو په مهال وئيلي دي د نيويارک په ټائمز سکوائر کې تيره اوونۍ دناکامه بمي بريد په هکله دامريکا غبرگون متوازن ؤ او ورسره به ددغه پيښې په هکله مرسته دوامداره وي.
هغه وويل د نيويارک دپيښې دپلټنو پوره کيدو څخه وړاندې به څه وئيل دوخت څخه وړاندې خبره وي خو حکومت په دغه هکله دامريکا سره په کار کولو رضا دى.
هغه وويل دترهگرۍ پر ضد روانه جگړه پاکستان دخپلې بقاء لپاره کوي او ترهگر چې چرته او کوم شکل کې هم بايد غندنه يې وشي.
په برطانيه کې دټولټاکنو دعمل په هکله قريشي وويل ددغو ټاکنو په نتيجه کې چې څوک هم حکومت جوړوي پاکستان به ورسره ښې اړيکې ساتي.
هغه وويل دستراتيژيکو مذاکراتو لپاره به دامريکا دبهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن ډير زر دپاکستان سفر کوي چې پکې به دخبرو اترو دوهم پړاؤ پيل کيږي.
دبهرنيو چارو وزير وويل دهند سره به په جامع مذاکراتو کې په مهمو معاملو خبرې کيږي.

XS
SM
MD
LG