لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايساف کمانډر جنرال ميکرسټل پاکستان ته په سفر تللى دى


د ايساف کمانډر جنرال ميکرسټل پاکستان ته په سفر تللى دى
د ايساف کمانډر جنرال ميکرسټل پاکستان ته په سفر تللى دى
<!-- IMAGE -->

په افغانستان کې د ميشتو ائتلافي ځواکونو امريکائي کمانډر جنرال سټينلى ميکرسټل د جمعې په ورځ پاکستان ته رسيدلى دى او دغلته يې دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره په مسلکي چارو دخبرو ترڅنګ په مهمو سيمه ييزو معاملو خبرې کړي دي.
دامريکائي سفارت خانې لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيلى شوي دي چې ددغه دورې مقصد دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره په ليدنه کې هغه په افغانستان کې دايساف دروانو تازه عملياتو دوضعيت څخه خبرول او ورسره په دغه هکله صلاح مشوره کول دي.
جنرال ميکرستل دائتلافي ځواکونو دفعاليتونو په لړ کې دجنرال کياني او پاکستاني مشرانو سره دصلاح مشورو لپاره په پرله پسې ډول دپاکستان سفرونه کوي.
ايساف او امريکا تندلارو ته دماتې ورکولو او په پاکستان او سيمه کې دامن او سلامتۍ د ټينگولو په لړ کې دخپلو گډو هدفونو ترلاسه کولو دپاره پاکستان سره مرسته دوامداره ساتلې ده.
امريکا او پاکستان د ترهگرۍ په ضد جگړه کې نزدې ائتلافيان دي او ددواړو هيوادونو دپوځونو ترمينځ دوه اړخيزه مسلکي چارو باندې جوخته مرسته په تيرو څو کلونو کې نوره هم پياوړې شوې ده.
له دې وړاندې په اسلام اباد کې دامريکائي سفارت خانې له لوري دجمعې په ورځ جاري کړل شوي يو بل بيان کې ويل شوي دي دپاکستان دملي دفاع دپوهنتون 22 پوځي افسران په روانه اوونۍ کې ديوې هفتې دغيرملکي مطالعاتي سفر په لړ کې امريکا ته تللي دي ترڅو دامريکا او پاکستان دپوځونو ترمينځ ابلاغ او گټورو اړيکو ته وده ورکړل شي.
دتبادلې دغه پروگرام د پاکستان او امريکا ترمينځ دجوختې مرستې دسيوا کولو يوه برخه ده چې پکې ددواړو ملکونو ترمينځ دامريکا دقومي سلامتۍ تگلارې او دامريکا عسکري اړيکو دودې ورکولو لوري ته ځانگړى پام شوى دى.
دبيان له مخې پاکستاني افسرانو دخپل دغه سفر په مهال دگڼو امريکائي پوځي او سرکاري ادارو څخه ليدنه کړې ده چې پکې هغې کې پينټاگون، دامريکا دبهرنيو چارو محکمه ، ملي دفاعي پوهنتون ، پۀ ټيمپا کې يو ايس سنټرل کمانډ او دځانگړو عملياتو دکمانډر مرکزونه شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG