لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د دوؤ  بلسټک ميزائيلو کاميابه ازموئنه کړې ده


پاکستان د دوؤ  بلسټک ميزائيلو کاميابه ازموئنه کړې ده
<!-- IMAGE -->

پاکستان د لږې فاصلې پورې د وار کوونکي بلسټک ميزائيل غزنوي او درميانه فاصلې پورې دوار کوونکي شاهين ميزائيل کاميابه ازموئنه کړې ده.
دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانگې يا ائي ايس پي ار لخوا په دغه اړه دجاري شوي يو بيان له مخې دميزائيلو دغه ازموئنه دپوځ دستراتيژيک فورس دکمانډ دکليزو تمرينونو په پايې کړې ده.
دبيان له مخې غزنوي ميزائلد290 او شاهين ميزائيل د650 کلو ميټرو پورې روايتي او ايټمي وسلې خپل هدف پورې وړلى شي.
ددغه ازموئنې په وخت دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دگډو ځواکونو دکميټې مشر جنرال طارق مجيد ، دسمندري ځواکونو مشر نعمان بشير او دپوځ دسټريټجک کمانډ سټراټيجک پلان ډويژن مشر جنرال احمد قدوائي موجود وؤ.
په دغه مهال وزيراعظم گيلاني وويل دپاکستان وسله بند پوځونه دهر رقم تيري څخه دخپل هيواد دژغورنې بشپړ توان لري.
هغه باور ورکړو چې حکومت به دستريتجک پروگرام دټولو اړتياوؤ ترسره کولو دپاره خپله مرسته دوامداره ساتي.
وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وويل ضرورت دې خبرې ته ليدل کيږي چې نړۍ دپاکستان په هکله دامنيتي انديښنو څخه تيره شي او په وړاندې مزل وکړي.
هغه وويل اوس اوس په امريکا کې دايټمي امنيت په اړه ترسره شوې سرټولنه کې پاکستان خپل دغه دريځ په کوټلي انداز کې وړاندې کړى او نړۍ دپاکستان دلوري دخپلو ايټمي توان او پنگو دحفاظت په گامونو داطمينان څرگندونه کړې ده.
وزيراعظم وويل اوس وخت راغلى دى چې پاکستان بايد يو مستند ايټمي قوت وگڼل شي.
هغه غوښتنه وکړه چې پاکستان سره دې دسپلائيرگروپ په اساس جوهري څانگه کې مرستې وکړل شي ، ځکه چې دا دپاکستان دمعيشت دپاره ضروري دي.

XS
SM
MD
LG