لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هېلري کلنټن: پاکستان ته سختو نتيجو سره دمخ کيدو خبرداری ورکړى دى


هېلري کلنټن: پاکستان ته سختو نتيجو سره دمخ کيدو خبرداری ورکړى دى

<!-- IMAGE -->

د امريکا دبهرنيو چارو وزير هيلري کلنټن خبردارى ورکړى دى کۀ چرې په راتلونکي کې دټائمز سکوائر په څير دبلې پيښې تړاؤ هم دپاکستان سره وخيژي نو بيا به پاکستان ته دسختو نتيجو سره مخ کيدل وي.
نوموړې وئيلي پاکستان که هر څو دترهه گرۍ په ضد جگړه کې مرسته کوي خو ورته به په دې لړ کې دنورو سختو گامونو اخستو ضرورت هم وي.
امريکائي ټيلي ويژن سره په مرکه کې هيلري کلنټن وئيلي دي دټائمز سکوائر په ناکامه بمي پلان کې فيصل شهزاد لاس لري او هغه په پاکستان کې دورانکارۍ روزنه ترلاسه کړې ده.
نوموړې ومنله چې دترهگرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان دمرستې رويه په څرگند ډول بدل شوې ده او اوس پاکستان په دغه جگړې کې کوټلې مرستې کوي.
هغې وويل پاکستان سره دامريکا اړيکې ښې شوي او ددواړو هيوادونو ترمينځ پوځي، استخباراتي او حکومتي کچ باندې همکاري غځيدلې ده.
دنوموړې وينا وه دغه همکارۍ له دې وړاندې نۀ ليدل کيدې او اړيکې هم شکمنې وې.
هغې وويل وړاندې به دوه مخيزه لوبه روانه وه چې دهغې څخه مونږ څه گټورې نتيجې ترلاسه نۀ کړې خو اوس مونږ وينو چې پاکستان ترهه گر وژني ، نيسي يې او مونږ دپاکستان څخه هم دغه رقم هيله لرو.
په ټائمز سکوائر کې دناکامه بمي بريد په تور نيول شوي امريکائي نژاده پاکستاني وگړي شهزاد منلې ده چې هغه ددغه بمي بريد هڅه کړې وه او دبمونو جوړولو تربيت دپاکستان په قبائيلي سيمه وزيرستان کې ترلاسه کړى دى خو دپاکستاني طالبانو وياند تيره ورځ دفيصل شهزاد او طالبانو ترمينځ دتړاؤ څخه په انکار کولو وئيلي ؤ هغوي په امريکا دبريدونو پلان لري.
دپاکستان دبهرنيو چارو ددفتر وياند عبدالباسط هم يو پريس بريفنگ ته داحوال تيرولو په مهال وئيلي وؤ پاکستان به دټائمز سکوائر دپيښې په پلټنو کې دامريکا سره بشپړه همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG