لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه وائي دپاکستان معيشت دښه والي لوري ته روان دى


ملگري ملتونه وائي دپاکستان معيشت دښه والي لوري ته روان دى
ملگري ملتونه وائي دپاکستان معيشت دښه والي لوري ته روان دى
<!-- IMAGE -->

ملگرو ملتونو دايشياء او بحرالکاهل دپاره پخپل کليز اقتصادي او ټولنيز جائزه رپورټ کې وئيلي دي پاکستان دسيمې په هاغو هيوادونو کې شامل دى چې معيشت يې دنړيوال اقتصادي ځپلتيا داغيزو څخه راوتلى او دښه والي په لور روان دى.
ددغه جاج له مخې په پاکستان کې په افراط زر کې داضافې کچه چې تير کال 20.8 فيصده وه سږ کال به 12ؤ فيصدو ته راکوزه شي.
همدغه راز دپرمختيا کچه چې تير کال 2.0 وه سږ کال به 3.2 فيصده وي.
په پاکستان کې دپخواني واکمن دپرويز مشرف دحکومت په مهال داقتصادي چارو مشاور ډاکټر اشفاق حسن خان وائس اف امريکا ته وئيلي دي دپاکستان معيشت که هر څو دترهه گرۍ له امله اغيزمن شوى دى خو که چرې سياسي قيادت ځينې سختې پريکړې وکړي نو ددوؤ کالو دننه به ددغه هيواد معيشت دپرمختيا ليکې ته سم شي.
دډاکټر اشفاق له مخې په دې لړ کې تر ټولو ضروري دا ده چې لگښتونه کم کړل شي او مالي خساره ده دې دهيواد دټول پيداوار څلورو فيصدو پورې کم کړل شي.
هغه وويل اړينه ده چې دپنگه والو اعتماد پځايې او هغوي دلته پنگو اچولو ته تشويق کړل شي.
دنوموړي وينا وه دترقي يافته هيوادونو دمعيشت پياوړي کيدو سره به پاکستان ته ددې فائده تر دې حده وي چې نړيوالو منډايانو کې به يې برامدات سيوا کيږي.
په رپورټ کې وئيل شوي دي په کال 2009ء کې دپاکستان معيشت ته يواځې دنړيوالې اقتصادي ځپلتيا له امله نقصان نۀ ؤ رسيدلى بلکې دامن خرابه وضعه، دترهه گرۍ پيښې ، دانرژۍ بحران او کورني سياسي حالات هم ددغه زيان لاملونه وؤ.
په رپورټ کې افراط زر دپاکستان دمعيشت دپاره يو مهم چيلنج گرځول شوى او وئيل شوي دتيلو او بجلۍ په نرخونو کې دزياتوالي په وجه په دغه لړ کې پاکستان دفشار سره مخ پاتې کيدى شي.
په دغه راپور کې دبجلۍ بحران دپاکستان په اقتصادي پرمختيا کې اساسي خنډ گڼل شوى او وئيل شوي دبريښنا نشتوالى دصنعتي څانگې دبنديدو او دانساني وسائيلو او پنگې داغيزمن کيدو لامل گرځي.
بلخوا دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني په ريډيو خپله مياشتيزه وينا کې وئيلي دي حکومت چې اوس اوس دبجلۍ په کموت دقابو موندلو دپاره کومه تگلاره اعلان کړې ده دهغې په اساس 1000 ميگاواټه بجلي بچت کړل شوې ده.
وزيراعظم گيلاني وئيلي دهغه حکومت به په پوره سنجيدگۍ او نيک نيتۍ سره دبجلۍ بحران په پخو بنيادونو هوار او قوم ته به دتيرو څخه نجات ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG