لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمان ملک: دفيصل شهزاد په اړه دپلټنو لپاره دامريکا لخوا خواست شوى دى


<!-- IMAGE -->

د پاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک وائي دنيويارک په ټائمز سکوائر کې دترهه گرۍ دپلان په تور دنيول شوي فيصل شهزاد په هکله دپلټنو دپاره دامريکا له لوري رسمي خواست پاکستان ته ترلاسه شوى دى.
دښاغلي ملک دوينا له مخې دترهه گرۍ دمخنيوي لاندې ددغه پيښې درج کولو او پلټنو دپاره حکومت اړونده چارواکو ته احکامات ورکړي دي.
دښالي په ورځ دچين دسفر څخه په واپسۍ په اسلام اباد کې دبې نظير بوټو په هوائي ډگر خبريالانو ته دکورنيو چارو وزير وويل دامريکا دلوري په فيصل شهزاد لگول شوؤ تورونو کې جنوبي وزيرستان ته دهغه دتگ او دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود او دقاري حسين سره دهغه دليدلو تورونه شامل دي.
دنوموړي دوينا له مخې په فيصل شهزاد دلگول شوؤ دغو امريکائي تورونو دپلټنو امر هم اړونده چارواکو ته شوى دى.
رحمان ملک په ډاگه کړه چې دفيصل شهزاد ددوسيې په اړه پلټنې به دپاکستان استخباراتي شبکې پخپله کوي او دغه پلټنې به نۀ يواځې روڼ انده وي بلکې پاکستاني اولس ته به هم دهغې پائيلې په ډاگه کولى شي.
فيصل شهزاد تيره اوونۍ دنيويارک په ټائمز سکوائر کې ديو موټر دننه دبم ايښودلو په تور دنيول کيدو وروستو ايف بي ائي ته نۀ يواځې ددغه جرم پړه په غاړه اخستې وه بلکې منلې يې وه چې هغه دپاکستان دقبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان څخه دبمونو جوړولو روزنه ترلاسه کړې ده.
ښاغلى شهزاد دپاکستان دخيبرپښتونخوا ايالت دپبو سيمې سره نزدې دمحب بانډې کلي اوسيدونکى دى چې پلار بهارالحق يې دپاکستان دهوائي ځواکونو څخه دائير وائس مارشل په عهده ريټائر شوى دى.
فيصل شهزاد دامريکا وگړتوب لري او دهغه دوينا له مخې دروان کال په پايې کې يې پاکستان ته دخپل سفر په مهال په جنوبي وزيرستان کې دطالب مشرانو سره ليدلي وؤ.
دمحب بانډې يو شمير اوسيدونکو دبيلا بيلو پاکستاني ټي وي چينلو او اخبارونو سره په خبرو کې وئيلي دفيصل شهزاد کورنۍ روښانفکره ده او هغوي فکر نۀ کوي چې فيصل شهزاد به دتندلارو څخه تړاؤ ولري.
دپاکستاني طالبانو دغورځنگ له لوري هم دفيصل شهزاد طالبانو سره دتړاؤ رد شوى دى خو فيصل شهزاد پخپله ايف بي ائي ته دپلټنو په مهال وئيلي دي چې هغه نۀ يواځې دطالب مشرانو سره ليدلي بلکې دبمونو جوړولو هنر يې هم دهغوي څخه زده کړى ؤ.
تيره ورځ دفيصل شهزاد يوه داسې ويډيو هم جاري کړل شوې وه چې پکې نوموړى ديو دوکان څخه دچاؤديدونکو موادو په اخستلو ښودل کيدو.
کوم مواد چې فيصل شهزاد اخستي وؤ ددوکاندار دوينا له مخې دغه مواد دتباهۍ بڼه نۀ لري، خو په پاکستان کې چې طالبانو دبمونو جوړولو کوم هنر زده کړى په هغې کې نۀ يواځې دپامه دلوئيدلو شيانو څخه دبمونو جوړولو تکنيک شامل دى بلکې طالبانو داخلي پخلي دپريشر کوکر څخه هم دبم کار اخستى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG