لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اورکزو: پوځي عملياتو کې اته جنگيالي وژل شوي دي


<!-- IMAGE -->

د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دخالي په ورځ دپوځ او تندلارو ترمينځ ترسره شوؤ نښتو کې لږ ترلږه اته جنګيالي وژل شوي دي او دتندلارو په ستر مرکز ډبورۍ دپوځ له لوري دکنټرول ترلاسه کولو ادعا شوې ده.
دپوځي سرچينو له مخې امنيتي ځواکونوپه ډبورۍ سيمه کې دتندلارو ګڼ شمير شکمنې ځالې په نخښه کړي او 8 تندلاري يې وژلي دي.
په ډبورۍ سيمه کې امنيتي ځواکونو يوه پوسته هم جوړه کړې ده او پوځ وائي تر دې مهاله يې داورکزو ايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو کې دتندلارو ګڼ شمير مرکزونه هم له مينځه وړي دي.
په سيمه کې دشوؤ تازه نښتو په هکله سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل په ډبورۍ کې دشوؤ نښتو په مهال يو عسکر هم ژوبل شوى دى.
سرچينې وائي امنيتي ځواکونو ديو طالب کمانډر ګل زمان په کور کنټرول ترلاسه کړى او په سيمه کې خپلې پښې مضبوطوي.
راپورونه وائي دتيرو دوؤ مياشتو څخه په اورکزو کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې تر دې مهاله د600ؤ څخه زيات جنګيالي او ديو پوځي افسر په ګډون خواؤشا 18 عسکر وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG