لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کالاډهاکه کې دتندلارو په ضد دعملياتو احتمال پياوړى شوى دى


<!-- IMAGE -->

د پاکستان دخيبرپښتونخوا ايالت دهزارې ډويژن په کالاډهاکه سيمه کې دموجودو ورانکارو په ضددپاکستاني پوليسو او مليشه ځواکونو له لوري دلټونې دعملياتو څخه وروستودغلته دپوځي عملياتو قوي امکانات ليدل کيږي او سرچينې وائي پوځ په کالاډهاکه کې دتندلارو په ضد عملياتو ته امادگي نيولې ده.
دپاکستان دکورنيو چارو دوزير رحمان ملک دوينا له مخې دغلته د15ؤ ورانکارو ډلو له لوري فعاليتونه کيږي خو دخيبرپښتونخوا مشر وزير بشيراحمدبلور وائي په سيمه کې دتندلارو دموجوديت موضوع به دجرگو مرکو له لارې له مينځه وړل کيږي.
کالاډهاکه دهزارې ډويژن دمانسهرې اودخيبرپښتونخوا دناقرارې سيمې شانگلې سره گډې پولې لري او وئيل کيږي په سوات او ملاکنډ کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو څخه وروستو يو شمير تندروه جنگيالي دکالاډهاکې سيمې ته ورغلي او دغلته يې په ځنگلونو کې پناه اخستې ده.
دجمعې په ورځ دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وئيلي ؤ په کالاډهاکه کې يواځې دجرائم پيشه عناصرو په ضد پوليس او مليشه ځواکونه عمليات کوي خو ميا افتخار په ډاگه کړې وه چې دصوبې په کومه برخه کې هم ترهه گر موجود وي هغه به له مينځه وړلى شي.
کالاډهاکه چې په تيرو وختونو کې دامب رياست په نوم يوه بيله سيمه وه په پاکستان کې دشامليدو څخه وروستو دغه سيمه دصوبائي حکومت دواک لاندې راغلې ده خو اوس هم يو قبائيلي ارزښت لري او دغلته تيره مياشت هم دپوځ له لوري دپټو تندلارو په ضد دعملياتو ترسره کيدو راپورونه ورکړل شوي وؤ.
خو په کالا ډهاکه کې دپټو تندلارو په ضد دعملياتو احتمال هاغه مهال وروستو له هغې زيات زور پيدا کړى دى چې خواؤشا دوه مياشتې له مخې دمانسهرې په اوگۍ تحصيل کې ديوې غيردولتي موسيسې په دفتر دنامعلومو تندلارو له لوري ترسره شوي بريد کې درې ميرمنې ووژل شوې او ددې ترڅنگ تيرو ورځو کې په مانسهره کې دسکول ددوؤ طالب علمانو جينکو دپهانسي کولو سره دپوليسو په يوه پوسته ترسره شوي بريد کې 4 عسکر وژل شوي وؤ.
دکالاډهاکې انتظامي مشر يا پي اى انورزيب خان څو مياشتې له مخې ډيوه ريډيو سره په خبرو کې منلې وه چې په کالاډهاکه کې ورانکاري پټ دي او هغوي ددې سيمې امن تالاترغۍ کول غواړي.
انورزيب خان دا هم وئيلي ؤ چې ددغو تندلارو په ضددعملياتو دپاره صوبائي حکومت او ځائي انتظاميه ديو بل سره په تماس کې دي.
دا مهال په کالاډهاکه کې دپاکستان پوځ موجود دى او دامن دوضعې جاج اخلي.
تيره مياشت هم امنيتي ځواکونو په نااعلانه ډول په کالاډهاکه کې دتندلارو په ضدعملياتو ته مټې رابډ وهلې وې خو دغه عمليات وروستو له هغې ځنډول شوي وؤ چې دسيمې يوې استازې جرگې دخيبرپښتونخوا وزيراعلي امير حيدر خان هوتي سره وليدل او هغه ته يې باور ورکړى ؤ چې پخپله به په سيمه کې دپټو تندلارو په ضد فعاليت وکړي او چاته به اجازه ورنۀ کړي چې ددغه سيمې څخه دهيواد په نورو برخو کې دورانکارۍ پلانونه عملي کړي.
دخيبرپښتونخوا مشر وزير بشير احمدبلور ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل صوبائي حکومت په کالاډهاکه کې دامنيت دپځايې ساتلو دپاره دجرگو مرکو طرفدار دى او په دغه لړ کې اوس هم جرگې روانې دي.
ښاغلي بلور وويل په سيمه کې څه رقم پوځي عمليات نۀ کيږي خو امنيتي ځواکونو دورانکارو په فعاليتونو جوخت نظر ساتلى او صوبائي حکومت غواړي دجرگې له لارې ددغو ورانکارو دفعاليتونو مخه ونيسي

XS
SM
MD
LG