لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داورکزو او سوات عملياتو کې 25 جنگيالي وژل شوي دي


<!-- IMAGE -->

دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ او دخيبرپښتونخوا صوبې په سوات سيمه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو خلاف عمليات کړي چې پکې لږ ترلږه 25 جنگيالي وژل شوي دي.
يو سيمه ييز انتظامي چارواکي جهانزيب خان په شنه گړهۍ سيمه دپوځي هيلي کاپټرو گوله بارۍ کې د8ؤ جنگيالو دوژل کيدو تصدیق کړى دى.
يو بل چارواکي ښائسته اکبر په دغه هکله وئيلي دي دتندلارو په ځالو دغه بريد وروستو له هغې ترسره شو چې امينيتي ځواکونو په سيمه کې دگڼ شمير تندلارو دموجوديت اطلاع ترلاسه کړه.
نوموړي وويل په دغو عملياتو کې 18 جنگيالي وژل شوي او دگوله بارۍ له امله دتندلارو 6 ځالې هم تباه شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل گن شپ هيلي کاپټرو دکوزې اورکزۍ په شنه گړهۍ، خوئي ميکه، تيرانگړ او کاشه خاوري سيمو کې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې 13 تندلاري وژل شوي دي.
سرچينې وائي دبره اورکزۍ په مندتي کلي کې هم دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته شوې چې پکې 10 جنگيالي وژل شوي او 4 نور ژوبل شوي دي.
اورکزۍ ايجنسي دپاکستان هغه يوازينۍ قبائيلي سيمه ده چې دافغانستان سره گډه پوله نۀ لري اؤ په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو پيل کيدلو وروستو پاکستاني چارواکي دعوه کوي چې گڼ شميرتندلاري اورکزو ايجنسۍ ته تښتيدلي دي.
دپاکستان امنيتي ځواکونو دتيرو دوؤ مياشتو راهسې په اورکزو کې په نااعلانه ډول دجنگياليو په ضد عمليات پيل کړي چې پکې پوځ د600ؤ څخه دزياتو تندلارو د وژلو ادعاکړې ده.
په دغه عملياتوکې د دوؤ پاکستاني پوځي افسرانوترڅنگ 18عسکر هم وژل شوي دي.
بل لوري ته دپاکستان دخيبرپښتونخوا ايالت په ناقراره سيمه سوات کې هم دتندلارو اؤ امنيتي ځواکونوترمينځ نښته کې د دوؤ تندلارو دوژنې ادعاشوې شوې ده.
دغه نښته داتوار په ورځ دکبل په ديولـئ سيمه کې رامينځته شوې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG