لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نیویارک کې د ناکامه حملې په پاکستاني طالبانو شک


نیویارک کې د ناکامه حملې په پاکستاني طالبانو شک

<!-- IMAGE -->

د امریکا د حکومت دوو لوړ رتبه چارواکو ویلې امریکا داسې شواهد لري چې په نیویارک کې دناکامه حملې په پشا پاکستاني طالبان دي.
د امریکا مشر سرکاري وکیل ایرک هولډرای بي سي ټیلې ویژن ته د اتوار په ورځ په مرکه ویلې چې پلټنې کونکو داسې شواهد راغونډ کړې چې ښائې فیصل شهزاد د پاکستاني طالبانو سره تړون لري.
د امریکا د قامي سلامتیا مرستیال صلاحکار جان برینن فاکس ټیلې ویژن ته په خپله مرکه کې ویلې چې فیصل شهزاد د پاکستاني طالبانونه تربیه اخستې او هم هغوي په نیویارک کې د بم خلاصولو د پاره هغه سره مالي مرسته کړې ده.
فیصل شهزاد، چې ٣٠ کلن دی، د نیویارک په ټائمز سکوئیر کې د ناکامه بمي برید په تور نیول شوی دی.
بل خوا، د پاکستان د کورنو چارو وزیر رحمان ملک ویلې د پاکستان حکومت د هاغ رپورټونو په حقله تحقیقات شورو کړې چې فیصل شهزاد جنوبي وزیرستان ته تللی وو او هلته يي د حکیم الله محسود په شمول د پاکستاني طالبانو مشرانو سره لیدلی وو.
حکیم الله محسود د امریکا خلاف د حملې کولو دړکه هم کړې ده او رحمان ملک ویلې چې پاکستان تر داوخت د فيصل شهزاد په ماضې کې د سرگرمو څه تصدیق نه دی کړی.
پاکستاني طالبانو ویلې چې دوي نه خو فیصل شهزاد تربیه کړی او نه يي ورسره څه تعلق شته. په یو وړاندې بیان کې پاکستاني طالبانو د نیویارک د پیښې ذمه واري په غاړه اخستې وه.
امریکائې چارواکو ویلې چې فيصل شهزاد پلټنې کونکو سره تعاون کوي او ویلې يي دي چې هغه د چاؤدیدونکو موادو جوړولو تربیه په پاکستان کې ترلاسه کړې وه.

XS
SM
MD
LG