لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

غربي افغانستان کې ١٠ طالبان وژل شوې


غربي افغانستان کې ١٠ طالبان وژل شوې

<!-- IMAGE -->

د افغان پوځ چارواکې وائې چې ایتلافي ځواکونو په غربي افغانستان کې هاغه ١٠ طالبان وژلې چا چې د ټولنیزې امن ساتونکې ډلې څلوروغړو سرونه قلم کړې ؤ.
ایسوسي ایټډ پریس خبرې اداره وائې چې د امن ساتونکې ډلې غړې په غربې هرات ولایت کې پس له هغې وونیولی شول چې هغوې ددې رپورټونو تحقیقات کول چې طالبان د ایتلافي ځواکونو په یوه پوسټه باندې د ځانمرگي برید پلان جوړوي.
هم د اتوار په ورځ د نیټو یو عسکر په جنوبي افغانستان کې د یاغیانو په برید کې وژل شوی دی. د پیښې په حقله نور تفصیلات نه دې خپاره کړی شوې.
د تشدد پیښې د صدر حامد کرزي امریکې ته د سفر وړاندې رامنځته شوې دي.
افغانستان کې امنیت به د صدر باراک اوبامه او د حامد کرزي په منځ کې د شورو په ورځ د خبرو اترو د پاره مهمه موضوع وي.

XS
SM
MD
LG