لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق : بمي چاؤدنو او دډزو کې 31 کسان وژل شوي دي


عراق : بمي چاؤدنو او دډزو کې 31 کسان وژل شوي دي
عراق : بمي چاؤدنو او دډزو کې 31 کسان وژل شوي دي

<!-- IMAGE -->

په عراق کې دبمي چاؤدنو او ډزو بيلا بيلو پيښو کې 31 کسان وژل شوي او په لسگونو نور ژوبل شوي دي.
دعراق دکورنيو چارو دوزارت له مخې دپلازمينې بغداد په بيلا بيلو سيمو کې نامعلومو وسله والو په يو وخت په شپږو امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
دکورنيو چارو وزارت وائي په دغو بريدونو کې بريدکوونکو بې اوازه وسلې کارولي او 6 عسکر يې وژلي دي.
همدغه شان دبغداد لويديز لوري ته دبمي چاؤدنو په پيښو کې دوه نور پوليس هم وژل شوي دي.
دانبار صوبې په سواره کې ديو جومات دننه په بمي چاؤدنه کې 16 کسان او دوؤ نورو پيښو کې دوه کسان وژل شوي دي.
دبغداد لويديز لوري ته په کورونو ترسره شوؤ څلورو بمي بريدونو کې دروغتون دانتظاميې له مخې لږ ترلږه 4 کسان وژل شوي او 11 نور ژوبل شوي دي.
دبغداد شمال لوري ته دترمياه او دموصل ښار په جنوبي سيمه اسکندريه کې ترسره شوؤ بيلا بيلو بريدونو کې 7 کسان وژل شوي دي.
بايد وويل شي په بغداد کې په يوه ورځ رامينځته شوؤ داړي گړي پيښو کې د23م اپريل څخه راپديخوا دغه تر ټولو زيات مرگ ژوبله ده.
په 23م اپريل بغداد کې داړي گړي بيلا بيلو پيښو کې 58 کسان وژل شوي وؤ.
راپورونه وائي دگل په ورځ په بغداد کې ټول 20 داړي گړي پيښې رامينځته شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG